Home » افغانستان (page 320)

افغانستان

ولسمشر:افغانانو د تروریزم ضد مبارزه کې زیاتې قربانۍ ورکړي دي

رویداد خبري آژانس

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تر سره شوو سرښندونو له برکته د سولې لپاره د مذاکراتو نوی څپرکی پرانیستل شوی دی. ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ سپټمبر ۸ (وږې ۱۸) د «شهید اونۍ» او د پخواني وژل شوي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د ۱۹ تلین په ...

Read More »

ټرمپ په راتلونکو ورځو کې؛له افغانستان د زرګونه عسکرو د ایستلو پرېکړه اعلانوي

رویداد خبري آژانس

ټرمپ به په راتلونکو ورځو کې له افغانستان د لا ډېرو امریکایي عسکرو د وتلو پرېکړه وکړي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه هېواد هوايي ځواک ته د وینا پر مهال ویلي چې په نږدې ورځو کې به له عراق او افغانستان د ...

Read More »

ولسمشر:ترهګر په دې بریدونو سولې ته خنډ نه شي جوړولی

رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي ترهګر د جنایتونو په ترسره کولو سره د سولې په لار کې خنډ نه شي جوړولی. ولسمشر غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره نن چهارشنبه د سپتمبر ۹ (وږي۱۹) پر لومړي مرستیال امرالله صالح نننی ترهګریز برید غندلی دی. ولسمشر ویلي چې په ...

Read More »

بهرنیو چارو وزارت:افغان دولت یوځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوبریخوالي د کمولو په برخه کې د بالمثل چلن هیله لري

رویداد خبري آژانس

بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان دولت یو ځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د بِالمثل چلن هیله لري. د یاد وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د دولت او طالبانو ترمنځ د پیلېدونکو خبرو په تړاو، د اروپا ټولنې ...

Read More »

روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۹۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۷۸ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۹۶ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ...

Read More »

امرخیل:د اعتماد جوړونې په موخه مسؤلین دې د قانون له مخې ټول معلومات ولس سره په ریښتیني توګه شریک کړي

رویداد خبري آژانس

د ننګرهار والي وایي، د اعتماد جوړونې په موخه مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د قانون له مخې ټول معلومات ولس سره په رښتیني توګه شریک کړي. په ولسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د سپتمبر په ۷ (د وږې ۱۷) د خپل ...

Read More »

د شهید اونۍ د نمانځنې کمېسیون:هیڅوک حق نه لري په هوایي ډزوعامه نظم اخلال کړي

رویداد خبري آژانس

د شهید اوونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون د دغو مراسمو ګډون کوونکو باندې غږ کړی دی چې په دې مراسمو کې دې د یاد کمیسیون له لوري وړاندې شوي قوانین په کلکه مراعات کړي. ۱- هېڅ‌څوک د دې حق نه‌لري څو د خلکو رواني امنیت اخلال کړي او ...

Read More »

طالب پلاوي په قطر کې خپلمنځي ناسته کړې

رویداد خبري آژانس

د طالبانو مرکچي پلاوي د دې ډلې د سياسي دفتر له غړو سره لومړنۍ ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د مرکچي پلاوي د غړو د دندو او واکونو په تړاو خبرې کړې دي. د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري ...

Read More »

امرالله صالح:امریکا د افغان ملت غمخواره نه ده،د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې

رویداد خبري آژانس

د ولسمشرغني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امریکا افغانستان ته د خپلو ګټو لپاره راغلې ده هر وخت چې وغواړي دغه هیواد پرېږدي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله  صالح پرون یکشنبه د سپتمبر ۶ (د وږي ۱۷) له طلوع نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، امریکا د افغان ملت ...

Read More »

انټي ور:امریکا باید د افغانستان د شل کلنې جګړې د پای لپاره هڅه وکړي

رویداد خبري آژانس

امریکا باید له ټولو امکاناتو په استفادې د افغانستان د شل کلنې جګړې د پای لپاره هڅه وکړي. انټي ور نشریې تازه د افغانستان د روانې جګړې په اړه یو تحلیل خپور کړی دی چې په هغه کې یې له مهمو امریکایي نظامي شنونکو سره هم خبرې کړې دي. نشریه ...

Read More »