ولسمشر غني وايي د لویې جرګې د پرېکړې پر بنسټ به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان به نن لاسلیک کړي. ولسمشر غني نن د سولې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ په اختتامیه وینا کې وویل چې روانه جګړه یوازې د خبرو پر مټ پای ته رسېدی ...
Read More »مارک ایسپر: په افغانستان کې د سرتېرو شمېر پنځو زرو ته راښکته کوو
د امریکا دفاع وزارت وایي د نومبر تر پایه به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځه زره هم راښکته کړو. د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر په تازه مرکه کې ویلي، دوی له افغانستان د سرتېرو کمولو ته ادامه ورکوي. دده په خبره پرېکړه داسې ده ...
Read More »د لویې جرګې د کاري کمېټو پرېکړه: طالب زندانیان دې خوشې او ښکېل لوري دې اوربند وکړي
د سولې مشورتي لویې جرګې دویمه ورځ پای ته رسېدلې ده او د یادې جرګې کاري کمېټو د نن ورځې پرېکړې اعلان کړې دي. د ملي مصالحې له عالي شورا څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لویې جرګې کاري کمېټو ګڼ شمېر مشورې حکومت ته ورکړې دي چې ...
Read More »له امریکا سره د اسلام اباد ژمنه: د افغانستان د سولې په مسئله کې هر اړخیزه همکاري کوو
پاکستان یو ځل بیا له امریکا سره ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له خپل امریکایي سیال مایک پمپیو ...
Read More »د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: د طالبانو بندیان دې په مشروطه توګه خوشي کړل شي
د زندانیانو د خلاصون په تړاو د نړیوالې ټولنې اوسنۍ بې پروايي د اندېښنې وړ ده. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي حکومت دې د زندانیانو د خوشي کولو په پروسه کې نړیوالو تجربو ته وګوري او د طالبانو زندانیان دې په مشروطه توګه ازاد کړي. ددغه کمیسیون ...
Read More »د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی
د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي د هېواد په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی او د صادراتو له روان حالت څخه اندېښمن دي. د صنعت اوسوداګرۍ وزارت چارواکي وايي د کرونا له امله نړیوالو مارکېټونو ته د افغان صادراتو د بیا پیل هڅې روانې دي. دوی زیاتوي چې ...
Read More »عبدالله له بلقیس روشن سره د فزیکي برخورد د څېړلو غوښتنه وکړه
دافغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په ولسي جرګه کې د فراه د استازې بلقیس روشن په وړاندې د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ د شوي چلند له کبله خواشیني ښودلې او د څېړلو امر کړی دی.ډاکټر عبدالله عبدالله، تېره شپه پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل”: ...
Read More »حنیف اتمر:له افغان ځواکونو سره د طالبانو روانه جګړه هېڅ ډول توجیه نه لري
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر ویلي له افغان ځواکونو سره د طالبانو روانه جګړه کومه توجيه نه لري او هر څومره ژر چې وي طالبان باید تاوتریخوالی کم او له دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي حنيف اتمر د هوور څیړنیز مرکز سره په خبرو کې ...
Read More »پاکستان: افغان ځواکونو زموږ يو عسکر وژلی او درې نور يې ټپيان کړي دي
د پاکستان پوځ وايي افغان ځواکونو زموږ يو عسکر وژلی او درې نور يې ټپيان کړي دي. د پاکستان پوځ که څه هم د پېښې دقيق ځای نه دی روښانه کړی خو وايي تېره ورځ ناوخته افغان ځواکونو پر پاکستاني پوستو د درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي دي. د ...
Read More »لغمان: د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې
د لغمان ولایت د والي ویاند اسد الله دولتزی وایي نن سهار د الیشنګ په اسلام اباد سیمه کې وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.دولتزی وايي په دغه نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. او همداراز یو تو کومانډو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس