د روغتیا وزارت وايي په هېواد کې د کرونا وبا ۲۳۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې. دافغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي،چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۶۵۴مشکوکو سمپلونو معاینا تو شوي چې په خبره یې ۲۳۰ یې مثبت او پاتې منفي وو. یاد وزارت وايي چې ...
Read More »دفاع وزارت ادعا کوي چې په ارزګان کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده
د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (۱۳۹۹ د لیندۍ ۱۸ مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې تیره ورځ طالبانو د ارزګان ولایت په دهراود او ګیزاب ولسوالیو کې پر امنيتي ځواکونو د برید پلان درلود. اعلامیه زیاتوي د وسلوالو طالبانو د پلان په شنډولو سره دوی ...
Read More »افغان حکومت: د نورو طالب بندیانو خوشې کول د سولې بهیر بریا ته نشي رسولای
د افغانستان ملي امنیت شورا چارواکي وايي د نورو طالب بندیانو خوشي کیدل د سولې پروسه بریا ته نه شي رسولای. د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي ۵۵۰۰ طالب بندیان چې خوشې شول، د سولې له پروسې سره کومه مرسته ونه کړه، نوموړی زیاتوي د طالبانو ۷۰۰۰ ...
Read More »یوناما:افغان میرمنې عدالت ته لاسرسی نه لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې افغان میرمنې او نجونې عدالت ته د لاسرسی نه لري او په وینا یې په دې برخه کې پاتې راغلي دي. د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما پرون دوشنبې د ډسمبر اوومه (لېندۍ ۱۷) ...
Read More »د سالنګونو لار به تر چهار شنبې د لویو ګاډو پر مخ تړلې وي
روانه اوونۍ ښایې تر پایه به د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې بارانونه او ورښت وي، په همدې حال کې د هېواد د ټرانسپورټ وزارت وايي د سالنګونو لار به تر چهارشنبې ورځې پورې د غټو ګاډو او ټیلرو پر مخ تړلي وي. د یاد وزارت د ...
Read More »ننګرهار کې د کرونا وبا ۴۳ مثبتي پېښې ثبت شوې دي
د ننګرهار ولایت د سیمه ییز روغتون چارواکي وايي، تېرې يوې مياشتې راپه دېخوا د دغه ولايت په سيمه ييز روغتون کې د کرونا ويروس ۱۰۵۴ پيښې ټېست شوي دي، چې له امله یې ۴۷۰ مثبتې او ۵۸۱ منفي دي. د ننګرهار عامي روغتيا رياست وياند ظاهر عادل رويداد خبري ...
Read More »د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د طالبانو یوه ډیپو کشف شوې
د ننګرهار چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ اړوند په یوه کور کې د وسله والو طالبانو یوه ډیپو کشف کړې ده. د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په لعلپورې ولسوالۍ په مارسنګۍ سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو په ترڅ ...
Read More »کندهار کې چاودنه؛ ۱۱ پولیس ټپیان شوي
د کورنیو چارو وزارت وايې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه شوې. د یاد وزارت ویاند طارق ارین وايي د کندهار د دامان ولسوالۍ پر امنیه قواندانۍ د موټر بم برید له امله ۱۱ پولیس ټپیان شوي دي. موټر بم چاودنه شاوخوا لس نیمې بجې د ولسوالۍ ...
Read More »قطر کې نن دواړه مذاکراتي پلاوي لومړنۍ غونډه تر سره کوي
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي وايي، ټاکال شوې نن مشترکه کاري ډله لومړنۍ ناسته تر سره کړي. د افغان حکومت د مذاکرتي ټیم لومړیتوب اوربند دی، خو طالبانو ته نږدې کسان وايي، دغه ډله له تور لېست څخه د خپلو ...
Read More »امرالله صالح:ملي امنیت د حقاني شبکي یو قوماندان له ۷ ملګرو سره نیولی
امر الله صالح وایي، ملي امنیت ځواکونو د مطيع الله په نوم د حقاني شبکې یو قوماندان له ۷ ملګرو سره یوځای نیولی دی. د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د مطیع الله په نوم د حقاني شبکې یو قوماندان له ۷ ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس