Home » افغانستان (page 294)

افغانستان

په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۹۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا پر هېوادوالو د روغتیایي سپارښتنو د عملي کېدو غږ کړی دی. روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې یو ځل بیا ډېرې شوې دي نو له همدې امله دې هېوادوال روغتیایي ...

Read More »

معصوم ستانکزی:طالبان باید هر څه ژر اوربند وکړي

رویداد خبري آژانس

که طالبان د ملکي افغانانو د وژنې د روان بهیر دریدو ته ژمن وي نو ژر تر ژره دې اوربند وکړي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په تازه ټوېټ کې په کابل پوهنتون کې وروستۍ خونړۍ پېښه غندلې ده او په خبره یې ددې ټولو بریدونو ...

Read More »

محب: طالبان د ولسي وګړو د وژلو مسوولین دي

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېره شپه په کابل پوهنتون کې د پیښې له سیمې څخه تر لیدنې وروسته د پیښې د ټپیانو پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی وو او له هغوی سره یې خواخوږي کړې. د ملي امنیت شورا څخه ...

Read More »

دفاع وزارت:هلمند کې ۲۵طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي امنيتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولايت په نادعلي، نهرالسراج او ناوې ولسواليو کې ۲۵ تنه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې؛ چې ۱۶ تنه يې وژل شوي او ۹ نور يې ټپيان دي. دفاع وزارت د یوه خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:” ...

Read More »

خلیلزاد:طالبان او حکومت باید د یو بل پر وړاندې د امتیاز غوښتلو جګړه پای ته ورسوي

رویداد خبري آژانس

زلمي خلیلزاد وایي په کابل پوهنتون کې وروستي برید وښوده چې طالبانو او افغان حکومت باید د یو بل پر وړاندې د امتیاز غوښتلو جګړه پای ته ورسوي. د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټ کې پر کابل پوهنتون ...

Read More »

پکتیا کې پر یوه پوسته موټر بم برید شوی

نن دوشنبه ۱۲ د لړم د پکتیا ولایت څخه رویداد نیوز ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې بيګا شپه د پکتيا روحاني بابا ولسوالۍ کې د پاڅونوالو پر پوسته وسلوالو د موټر بم د برید پلان درلود چې امنیتي ځواکونو پیژندلی دی او وړاندې يي نه دی ...

Read More »

د مالیزیا دیني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه ناروا بللې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوالې ټولنې چې د یاد هېواد له سترو او معتبرو اسلامي ټولنو ده، په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام محکوم کړ او دا جګړه یې د اسلامي شریعت ضد او ناروا وبلله. له بهرنیو چارو وزارت په خپره ...

Read More »

حمدالله محب د افغانستان لپاره د یوناما له ځانګړې استازې سره پر سوله غږېدلی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، ‎ډاکټر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې لوینز سره په کتنه کې د سولې، امنیت او ولسي وګړو د ساتنې په اړه خبرې کړې. په دغه کتنه کې دواړو لورو ویلي چې د طالبانو له خوا د سړک غاړې ...

Read More »

د کندهار په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې ۱۴۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

رویداد خبري آژانس

د کندهار چارواکي وايي، د ګډو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د دې ولایت په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي. د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي:” هوايي ځواک د ارغنداب ...

Read More »

کورنیو چارو وزارت: په تېرو ۵۰ ورځو کې ۲۶۱ ملکي وګړي وژل سوي

رویداد خبري آژانس

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته په هېواد کې د جګړې ډګر لا تود شوی دی. دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو خپلو یرغلیزو او ځانمرګي بریدونو ته زور ورکړی دی او په تېرو دوو میاشتو کې یې ۹۵۹ یرغلیز او ۱۴ ځانمرګي بریدونه ...

Read More »