Home » افغانستان (page 185)

افغانستان

کابل کې د پاسپورټونو وېش بيا پيل شو

د پاسپورټ رياست خبر ورکړ چې په کابل کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پر وړاندې ټولې تخنيکي ستونزې حل شوي او سر له سبا د يک‌شنبې په ورځ د (لېندۍ په ۲۸مه) بيا خلکو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلوي. د پاسپورټ عمومي رئيس علم ګل حقاني نن ...

Read More »

د پاکستاني طالبانو مهم قومندان د بې‌پيلوټه الوتکې له بريد روغ وتلی

د تحريک طالبان پاکستان ډلې يوې سرچينې فرانس پرېس ژانس ته ويلي چې د مولوي فقير محمد په نوم د دې ډلې يو تن مهم قومندان د بې‌پيلوټه الوتکې له بريد ژوندی او روغ وتلی دی. سرچينې ويلي چې پر نوموړي ياد بريد په کونړ کې شوی دی. تحريک طالبان ...

Read More »

نصير احمد فايق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازی ټاکل شوی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ خبر ورکړی چې نصير احمد قايق په دغه سازمان کې د افغانستان دايمي استازی ټاکل شوی دی. د افغانستان استازولۍ په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، فايق به له دې وروسته د غلام اسحاقزي پر ځای په ملګرو ملتونو کې د ...

Read More »

شهزاده سرای کې ۲۱ کسيزه ډله نيول شوې چې ډالر يې قاچاق کول

اسلامي امارت خبر ورکړی چې د صرافيو په لوی ماکېټ شهزاده سرای کې يې د ډالرو د قاچاقبرو يوه ۲۱ کسيزه ډله نيولې او په خبره يې دې ډلې غوښتل ډالر پاکستان ته قاچاق کړي. دا خبر د کابل امنيه قومندانۍ وياند جنرال مبين هم په خپل ټوېټر خپور کړی ...

Read More »

کابل کې يو ډالر تر ۹۴ افغانيو ته ښکته شوی

د افغانيو پر وړاندې د امريکايي ډالر نزولي حالت په ترڅ کې چې له پرون چهارشنبې راهيسې پيل شوی، نن پنج‌شنبه د (لېندۍ په ۲۵مه) يو ډالر د ۹۴ افغانيو په مقابل کې تبادله شو. له پرون راهيسې د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت نزولي حالت غوره کړی او ...

Read More »

قرېشي: نړيواله ټولنه دې د افغانستان په يوازې پرېښودو سره تاريخي تېروتنه نه کوي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي يو وار بيا خبر ورکړی، که نړيواله ټولنه له افغانستان سره همکاري ونه کړي، نو دغه هېواد بېرته د بې‌ثباتۍ خوا ته تلونکی دی. نوموړي له اسوشيېټيډ پرېس سره په مرکه کې ويلي، پاکستان هڅه کوي چې نړيوال دې ته قانع کړي، ...

Read More »

طالبان: په افغانستان کې د ګډ حکومت جوړولو هڅې روانې دي

د طالبانو لوړپوړو چاروکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د يوه داسې حکومت د جوړولو لپاره يې هڅې جاري ساتلي، چې په کې د دغه هېواد ټول اقشار خپل ونډه احساس کړي. دا خبرې د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي پرون ناوخته په کابل کې د ايران له سفير ...

Read More »

چينايي چارواکي: له افغاستان سره به د چين بېړنۍ بشري مرستې دوام ولري

چينايي چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې بشري وضعيت په کتو به، د چين له لوري افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې د راتلونکي لپاره هم دوام ولري. د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وينګبېنګ نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) ويلي، چين او افغانستان په سيمه کې د ...

Read More »

ملګري ملتونه: د واک له نيولو وروسته طالبانو ناقانونه وژنې کړې

ملګرو ملتونو ويلي، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې ښيي طالبانو په افغانستان کې د واک له نيولو وروسته يو شمېر افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي. د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي کمېشنرۍ مرستيالې نېدا ال نشېف دا څرګندونې پرون سې‌شبنه ناوخت د (لېندۍ په ۲۳مه) د يادې کمېشنرۍ ...

Read More »

امريکا له افغانستان سره د ۴۷۴ ميليونه ډالرو په اندازه بشري مرسته اعلان کړه

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وسټ خبر ورکړی چې هېواد يې له افغانانو د بشري مرستو په لړ کې، د ۴۷۴ ميليونه ډالرو په اندازه نوره مرسته هم کوي. نوموړي دا خبر په خپل ټوېټر کې ورکړی او ويلي يې دي، چې د امريکا متحده ايالات د ...

Read More »