Home » افغانستان (page 187)

افغانستان

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بې‌سارې پرې‌وتو په ترڅ کې يو ډالر ۱۰۹ افغانۍ وپلورل شو

په کابل کې د صرافيو لوی مارکېټ شهزاده سرای خبر ورکړی چې نن يک‌شنه د (لېندۍ په ۲۱مه) سهار مهال يو ډالر د ۱۰۹ افغانيو په بدل کې پلورل شوی دی. د افغانيو پر وړاندې د ډالر اوسنی پورته شوی ارزښت خورا بې‌سارې دی او دې کار عام خلک د ...

Read More »

بريتانيا له افغانستان سره د ۷۵ ميليونه پونډه مرستې اعلان کړی

برېتانوي چارواکو خبر ورکړی چې هېواد يې له افغانستان سره د ۷۵ ميليونه پونډه په اندازه مرسته کول غواړي. دغه مرسته چې د بريتانيا له لوري تازه اعلان شوې، ۹۹.۵ ميليونه ډالر کېږي او په افغانستان کې ۱.۸ ميليونه وګړو ته په بشري برخه کې بسنه کولی شي. دغه اعلان ...

Read More »

امريکا د نوې مقررې له مخې افغانستان ته د پيسو پر لېږد ډېر محدوديتونه لرې کړل

د امريکا متحده ايالاتو داسې مقرره ترتيب کړې چې له مخې يې افراد او هغه شرکتونه چې د پيسو د لېږدولو مسووليت لري کولی شي، چې افغانستان ته پيسي ولېږدوي. دغه مقرره د امريکا د خزانې وزارت له لوري د (لېندۍ په ۱۹مه) خپره شوې ده. د دې مقررې له ...

Read More »

جرمني په خپلو هېواد کې د ۲۵زره افغانانو د منلو اعلان وکړ

جرمني اعلان وکړ چې د اروپايي هېوادونو له لوري د ۴۰زره افغانانو د منلو له هوکړې سره سم به، دغه هېواد له ياد شمېر ۲۵زره افغانانو ته په خپل هېواد کې پنا ورکړي. د دغه هېواد چارواکو ويلي، د هغو افغانانو پنا غوښتنه مني چې د په افغانستان کې د ...

Read More »

مجاهد: تحريک طالبان پاکستان د افغان طالبانو ښاخ نه دی

اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل چې په کې ادعا شوې، له ډيورنډ کرښې پورې غاړه فعاله د تحريک طالبان پاکستان ډله هم د اسلامي امارت ښاخ دی. د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد له عرب نيوز سره په مرکه کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري خپرې شوې هغې ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د ځمکې پر سر قومي شخړې له امله ۶ تنه وژل شوي

د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي، په ميرعلي کې د عيدک او بوراخېلو دوو قبيلو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې او په ترڅ کې يې ۶ تنه وژل شوي دي. ځايي اوسېدونکو ويلي چې په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی. دوی ټينګار کړی چې ...

Read More »

د پښتون ژغورنې غورځنګ په سبانۍ لويه غونډه کې پر څه خبرې کېږي؟

ټاکل شوې چې سبا يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) چې د روانې ډيسمبر له ۱۲مې سره برابره ده، پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزيرستان اړوند په ټانک سيمه کې لويه ولسي غونډه ترسره کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي اسد قرار له رويداد خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، ...

Read More »

اردوغان: افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ترکيې لومړيتوب دی

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، دامهال افغانستان جدي بشري مرستو ته اړتيا لري او په خبره يې افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ترکيې په لومړيتوبونو کې ځای لري. نوموړي دا څرګندونې پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۹مه) په استامبول کې د اسلامي همکاريو سازمان د غونډې ...

Read More »

نړيوال بانک: افغانستان ته به په نږدې راتلونکي کې ۲۸۰ ميليونه ډالر ولېږدول شي

نړيوال بانک خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته د ۲۸۰ ميليونه ډالرو په اندازه د دغه هېواد د کنګل شوې شتنۍ برخه انتقال شي. د ياد بانک په خبره، دا پيسې به په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونیسف او ...

Read More »

معيد يوسف: پاکستان له هېچا سره د افغانستان په قضيه کې مرسته او همکاري نه ده کړې

د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په افغانستان کې وروستيو تحوولاتو ته په اشارې سره ويلي، هېواد يې له هېڅ کوم لوري سره په يادو تحوولاتو کې مرسته او همکاري نه ده کړې. نوموړي په افغانستان کې روان وضعيت ته په پام له بي‌بي‌سي انګليسي سره په تازه خبرو ...

Read More »