د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، د امريکا له لوري د افغانستان شتمنۍ کنګل ساتنې زيان يوازې او يوازې افغان ولس ته رسي او په خبره يې دا کار د امريکا له لوري د بشري حقونو نقض دی. نوموړي چې نن يې په اسلاماباد کې د اسلامي همکاريو ...
Read More »سعودي عربستان له افغانستان سره د ۱ مېليارد ريال مرستې اعلان وکړ
د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان د خپل هېواد په استازولۍ له افغانستان سره د ۱ مېليارد سعودي ريال چې لږ تر لږه ۲۶.۶ مېليونه ډالر کېږي، د مرستې اعلان وکړ. نوموړي دغه مرسته په اسلاماباد کې د اسلامي همکاريو سازمان غونډې پرمهال اعلان کړې او زياته ...
Read More »عمران خان: په سترګو وينو چې د افغانستان ستونزه لويېږي؛ خو نړۍ اقدام نه کوي
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، په افغانستان کې شته بشري بحران ورځ تر بلې ناوړه وضعيت ته روان دی؛ خو په خبره يې لا هم نړۍ په دې اړه جديت نه کوي. نوموړي دا خبرې نن يکشنبه د اسلامي همکاريو سازمان په غونډه کې چې په اسلاماباد کې ...
Read More »عمران خان: د اسلامي همکاريو سازمان غونډه له افغانستان سره د يووالي ښودنې په مانا ده
د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، په افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان نننۍ غونډه خورا مهمه او په خبره يې دا غونډه له نوموړي هېواد سره د يووالي ښودلو په مانا ده. عمران خان دا څرګندونې پرون د (لېندۍ په ۲۷مه) اسلاماباد ته د بهرنيو پلاويو له ...
Read More »د منځنۍ اسيا ۵ هېوادونه د اسلاماباد پر ځای نن په نوي ډهلي کې د افغانستان په اړه غونډه کوي
هندي رسنيو خبر ورکړی چې د منځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونه د افغانستان په اړه د اسلاماباد په کېدونکې نننۍ غونډه کې ګډون نه کوي او سيده يې بهرنيو چارو وزيران نوي ډهلي ته تللي دي. د راپورونو له مخې د تاجکستان، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان او هند بهرنيو چارو ...
Read More »نن په اسلاماباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه کېږي
ټاکل شوې نن يکشنبه د (لېندۍ په ۲۸مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاريو سازمان غونډه ترسره شي. په دې غونډه کې د بحث تمرکز په افغانستان کې د وروستيو تحوولاتو له امله پر رامنځته شوي بشري وضعيت دی. د بهرنيو چارو سرپرست ...
Read More »امريکا: د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه ښه او پر وخت اقدام دی
امريکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په پام سره په اسلاماباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه ښه او پر وخت اقدام دی. دا څرګندونې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وسټ په خپل ټوېټر کې کړې دي. نوموړي ويلي چې ...
Read More »عباس ستانکزی: د طالبانو سياسي مخالفان دې بېرته راشي او له تخصص به يې استفاده وشي
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانکزی وايي، اوس د دې وخت را سېدلی چې د کډوالو ترڅنګ د اسلامي امارت سياسي مخالفان هم بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي. نوموړي چې نن شنبه د (لېندۍ په ۲۷مه) يې کډوالو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړو شوو ...
Read More »“د سولې او ثبات تحکيم لپاره د ګډ حکومت جوړول يوازينۍ لار ده”
د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان استازولي وايي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړتيا ده چې ګډ حکومت رامنځته شي. دې استازولۍ په يوه اعلاميه کې چې پرون د جمعې په ورځ د (لېندۍ په ۲۶مه) يې خپره کړې ويلي، په داسې حال کې ...
Read More »متقي: تمه ده چې له اسلامي نړۍ سره به د متقابلو همکاريو زمينه برابره شي
بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست اميرخان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ نن اسلاماباد ته روان شو. د دغه وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې لېکلي، متقي به د افغانستان په استازولۍ په اسلاماباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس