Home » افغانستان (page 190)

افغانستان

پوتين د افغانستان وضعيت په اړه له جوبايډن سره غږېږي

روسي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين به په راتلونکو ورځو کې له خپل امريکايي سيال جوبايډن سره د افغانسان وضعيت او اړوند نورو مسئلو په اړه خبرې وکړي. د کريملېن يوه سلاکار اوشاکوف پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۲مه) ويلي، چې ټاکل شوې دا لېدنه ...

Read More »

امريکا: د ښځو په اړه د طالبانو فرمان ښه اقدام دی؛ خو نور کار ته هم اړتيا شته

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وسټ د طالبانو د رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده له هغه فرمان هرکلی کړی، چې پر بنسټ يې د ښځو اجباري ودول منعه شوي دي. نوموړي په خپل ټوېټر کې ويلي، د ښځو د حقونو په تړاو د طالبانو ياد فرمان پر ځای ...

Read More »

ملګري ملتونه: د افغانستان کشالې دري‌نيم ميليونه خلک په کور دننه بې‌ځايه کړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو برخه يا UNHCR وايي، په افغانستان کې د وروستيو کلونو پرمهال روان کړکېچ د دغه هېواد ۳نيم ميليونه وګړي په کور دننه بې ځايه کړي دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ وياند بابر بلوچ پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۲مه) خبريالانو ته ...

Read More »

شاهين: د روسيې له لوري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د ملاتړ تمه لرو

د اسلامي امارت له لوري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نوماند محمد سهېل شاهين وايي، تمه لري چې روسيه به د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکولو په کمېټه کې د افغانستان د استازولۍ ملاتړ وکړي. نوموړي له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، اسلامي امارت ...

Read More »

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی

ملګري ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي نړيوالې ورځې په مناسبت نن پنج‌شنبه د (لېندۍ په ۴مه) په يوې خپرې کړې اعلاميه کې ويلي، په افغانستان کې د کرونا په شمول د بېلابېلو دليلونو له مخې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی دی. دې سازمان زياته کړې، ...

Read More »

ملا برادر: افغانستان د بهرنيو ډيپلوماټانو لپاره خوندي دی او خپل سفارتونه دې بېرته پرانيزي

د اسلامي امارت د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال ملا اعبدالغني برادر وايي، دامهال په افغانستان کې د بهرنيو ډيپلوماټانو لپاره خوندي امنيت رامنخته شوی او په خبره يې هېوادونه دې د نورو ملکونو پر ځای په خپله په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي. نوموړي دا څرګندونې پرون چهارشنبه‌ د جاپان ...

Read More »

ټام وېسټ: د افغانستان په اړه امريکا او پاکستان د يوه او بل پاليسيو ته اندېښمن دی

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، پاکستان د افغانستان او سيمې په اړوند مسايلو کې تاثير لري، خو امريکا بيا په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه د دغه هېواد تګ‌لارې په اړه اندېښمنه ده. ټام ويسټ له امريکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، ...

Read More »

د ښځو پر وړاندې د تاتريخوالي مخنيوي نړيواله ورځ؛ افغان ښځې له کوم ستونزو سره مخ دي؟

نن د نومبر ۲۵مه ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي له نړيوالې ورځې سره برابر ده. دا ورځ په نړيواله کچه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په اړه د ژمنتيا په ثابتولو سره نمانځل کېږي. خو سږکال دا ورځ ...

Read More »

طالبان له يوې بهرنۍ کمپنۍ سره د قرارداد له لارې د چرسو کرل قانوني کوي

کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت يو شمېر چارواکو د Cpharm په نوم د پروسيس بهرنۍ کمپنۍ له مسوولانو سره ليدلي او او زياتوي چې په پام کې ده يادې کمپنۍ ته د چرکو د پروسيس قرارداد ورکړل شي. د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي ...

Read More »

چارواکي: کابل کې د هوا ککړتيا مخنيوي لپاره سلګونه لوړې ودانۍ او حمامونه کنټرول شوي

په دې وروستيو کې د کابل ښار د هوا ککړتيا له امله د ښاريانو شکايتونه زيات شوي؛ خو د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د يادې ککړتيا مخنيوي لپاره يې جدي هڅې پيل کړې دي. د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي تازه په خپله ټوېټر کې په دې ...

Read More »