Home » افغانستان (page 182)

افغانستان

“د برېتانوي ځواکونو له نيمايي زيات افغان همکاران لا هم په افغانستان کې اېسار پاتې دي”

اينډيپېنډنټ ورځپاڼې په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، لا هم زيات شمېر هغه افغانان په افغانستان کې اېسار پاتې دي چې په تېرو کلونو کې يې له برېتانوي سرتېرو سره په دغه هېواد کې همکاري کړې ده. د راپور له مخې، دغه کسان ژباړونکي او اداري کارکوونکي دي ...

Read More »

هېريس: په افغانستان کې د ښځو او انجونو وضعيت د اندېښنې وړی دی

د امريکا متحده ايالاتو مرستيالې ولسمشرې کامالا هېريس په افغانستان کې د ښځو او انجونو وضعيت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، دا مهال افغان ميرمنې له يوه ناسم وضعيت سره لاس او ګرېوان دي. نوموړې پرون ناوخته د (مرغومي په ۵مه) خبريالانو ته ويلي، له ښځو ...

Read More »

پنجشېر کې د يوه ځوان د وژل کېدو له امله لاريون تر بېګا ناوخته دوام درلود

په پنجشېر کې د يوه ځوان د وژنې په غبرګون کې پيل شوي لاريون تر بېګا ناوخته پورې دوام درلود او د وژل شوي کس لپاره يې د عدالت غوښتنه کوله. لاريونوالو له رسنيو سره په خبرو کې ادعا کړې چې محمد اقا د اسلامي امارت ځواکونو له لوري په ...

Read More »

“له پنځو کلونو کم عمره يو ميليون ماشومان له خوراځواکۍ کړېږي”

سي‌اېن‌اېن ټلوېزيوني شبکې د ملگرو ملتونو په حواله په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، دا مهال په افغانستان کې د ماشومانو لوږه د مرګ تر خطر پورې لوړه شوې او زياتوي چې د ماشوما ترمنځ د لوږې دغه کچه خورا بې‌سارې ده. د راپور له مخې، اوس مهال په ...

Read More »

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرستو رسولو لوی عمليات په افغانستان کې ترسره کوو

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا افغانستان ته د مرستو رسولو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه پرېکړه‌ليک تصويب کړه، ورسره سم ملګرو ملتونو ويلي چې د يادې طرحې پر بنسټ په افغانستان کې د دوی بشردوستانه ماموريت نور هم اسانېدای شي. د بېړنيو ...

Read More »

طالبان: ولس دې د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د استقامت او زغم په موخه يو موټی شي

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر غړی سهېل شاهين وايي، په افغانستان کې موجوده ستونزو ته په پام سره اړتيا ده چې ولس د وضعيت پر وړاندې يو موټی او متحد شي. نوموړي نن پنج‌شنبه د (مرغومي په ۲مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، ولس ته په ...

Read More »

امريکا افغانستان ته يو ميليون ډوز د کرونا واکسين رالېږي

اسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس د امريکا بهرنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه هېواد په پام کې لري څو افغانستان ته يو ميليون ډوز د کرونا نور واکسين هم را ولېږي. د راپور له مخې، تمه ده چې د کرونا د واکسين دغه مرسته به په راتلونکو اوونيو ...

Read More »

يوناما افغانستان ته د مرستو رسولو په اړه د امنيت شورا له پرېکړې هرکلی کړی

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون چهارشنبه ناوخته د (مرغومي په لومړۍ) هغه پرېکړه‌ليک تصويب کړ چې له مخې يې افغانستان ته د بشري مرستو لېږد اسانه کېږي. په دې پرېکړه‌ليک کې د افغانانو پر لوږې د انديښنې څرګندولو ترڅنګ ويل شوي، له افغانستان سره ترسره کېدونکي بشري مرستې د ...

Read More »

شاهين: پر افغانستان د بنديزونو دوام د بشري حقونو ښکاره نقض دی

د طالبانو د قطر سياسي دفتر غړی او د اسلامي امارت له لوري د افغانستان استازولۍ ته نومول شوی سهېل شاهين وايي، پر افغانستان د بنديزونو دوام د بشري حقونو د خونديتوب په مانا نه دی. نوموړی په دې اړه نن چهارشنبه د (مرغومي په لومړۍ) خپل ټوېټر کې لېکلي، ...

Read More »

علم ګل حقاني: کابل کې مو د پاسپورټ ښځينه کار کوونکو شمېر زيات کړی

د پاسپورټ عمومي رئيس علم ګل حقاني وايي، په کابل کې لا هم د پاسپورټ متقاضيانو شمېر زيات دی او په خبره يې يادو متقاضيانو ته د پر وخت رسېدنې لپاره، د ښځينه کارکوونکو شمېر زيات کړی دی. نوموړي له رويداد خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، په وروستۍ ...

Read More »