Home » افغانستان (page 14)

افغانستان

د افغانستان زعفرانو لپاره د نړيوالو بازارونو غوښتنه لوړه شوې

د افغانستان د زعفرانو کنسرسیوم وایي، د کیفیت د لوړوالي، معیاري بسته‌بندۍ او د نړۍوالو معیارونو د پلي کېدو له امله د هېواد د زعفرانو صادرات زیات شوي دي. د دغه کنسرسیوم په وینا، افغان زعفران اوس د امریکا، اروپايي هېوادونو، چین او یو شمېر عربي هېوادونو په ګډون بېلابېلو ...

Read More »

د بښنې نړیوال سازمان: د کډوالو حقونه دې د نړیوالو قوانینو له مخې وساتل شي

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت میلیونونه افغان کډوال د خپلسرو نیونو له جدي ګواښ سره مخ دي او د هغوی افغانستان ته جبري ستنول ورځ تر بلې زیاتېږي. دغه سازمان ټینګار کړی چې دا وضعیت د کډوالو لپاره جدي اندېښنه رامنځته کړې ...

Read More »

د جون ۲۰مه: د کډوالو نړیواله ورځ

د 2026 کال د کډوالو نړیواله ورځ “تر هغه چې هر څوک خوندي نه وي” شعار لاندې داسې مهال نمانځل کېږي چې میلیونونه افغانان لا هم د جګړو، اقتصادي ستونزو او بې‌ثباتۍ له امله د کډوالۍ ژوند تېروي. افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوږدې مودې ...

Read More »

کونړ او بغلان کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره کورونه رغول کيږي

ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو ادارې (UN-Habitat) ویلي چې د کونړ او بغلان ولایتونو په شمال ختیځو سیمو کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د ۸۰۰ استوګنیزو کورونو د ترمیم او ښه‌والي چارې روانې دي.د دغې ادارې په وینا، د کورونو د بیارغونې موخه دا ده چې راستنېدونکې کورنۍ خوندي او ...

Read More »

هند له افغانستان سره د پنځو ټنو اړينو درملو مرسته کړې

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د پنځو ټُنو اړینو درملو مرسته وکړه.نوموړي پر اېکسپاڼه ليکلي، چې هند د افغانانو د هوساینې او ملاتړ لپاره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کوي.رندهير جېسوال: “هند کابل ته د ضروري درملو ۵ ټنه ...

Read More »

خوشحال خان کاکړ: د اسلام‌اباد ناسمو سیاستونو د پښتونخوا سوداګري زیانمنه کړې

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي خوشحال خان کاکړ پر اسلام‌اباد نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ناسمو سیاستونو له امله یې د پښتونخوا د پښتنو سوداګریزې اړیکې له افغانستان سره زیانمنې کړې دي. نوموړي ویلي، د پښتونخوا پښتانه له افغانستان سره ...

Read More »

د ملګرو ملتونو نوی لوړپوړی چارواکی افغانستان ته راورسېد

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکي کابل ته رسېدلی او د سه‌شنبې په ورځ یې خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې ده. نوموړی د فرانسې تبعه دی ...

Read More »

په کابل ښار کې د افغان انلاین ټکسي خدمات پيل شول

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره یوې ترانسپورتي کمپنۍ په رسمي ډول په کابل ښار کې د انلاین ټکسي خدمتونه پیل کړي دي. یاد وزارت په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترانسپورتي خدمتونو د عصري کولو او د خصوصي سکټور د ملاتړ ...

Read More »

د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې

چین کې د ا.ا سفیر بلال کریمي د چین – سويلي اسیا لسم نندارتون په څنډه کې له افغان سوداګرو سره لیدنه کړې ده.د افغانستان سفارت په بیجینګ کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې سفیر له افغان سوداګرو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او د هغوی ...

Read More »

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې سرپرست رییس، محمد رفیع عظیمي، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې ...

Read More »