Home » افغانستان (page 13)

افغانستان

سمنګان کې د ډبرو سکرو کې بند پاتې ۲۰ کسان ژغورل شوي

د سمنګان سیمه ییز چارواکي وایې چې، په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یو کان کې بند پاتې ۲۰ کاریګر ژوندي ژغورل شوي دي.د سمنګانو امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي چې، د د دغه ولایت په دره‌صوف ولسوالۍ په یو کان کې ټول‌ټال ۲۰ کسان ...

Read More »

سمنګان:د یو کان نړېدو په پېښه کې ۳۵ کسان بند پاتې دي

د باختر دولتي اژانس خبر ورکړی چې، د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان د نړېدو په پېښه کې ۳۵ کسان بند پاتې دي. د یادې سرچینې د مالوماتو له مخې دغه پېښه تېره شپه د دره صوف ولسوالۍ«سفیدخاک»سیمه کې د ډبرو سکرو په یو ...

Read More »

د هرات-تور غونډۍ لویه لاره د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

د هرات-تورغونډۍ لویه لاره د زیاتې واورې ورېدو له کبله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. د باختر دولتي اژانس د راپور پر اساس چې یاده لویه لاره نن سهار(یک شنبه،۲۵ د لېندۍ)د زیاتې واورې ورښت له کبله د رباط‌‌ سنګي ولسوالۍ په«بند بقرچر»سیمه کې د ټرافیکو ...

Read More »

ټایلند کې څلور افغانان له جعلي پاسپورټونو سره نیول شوي

د تایلند چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې یې څلور افغان کډوال له جعلي پاسپورټونو سره نیولي دي. د یاد هیواد د کډوالو ادارې ویلي چې، دغه افغانان یې د ټایلند په پوکت هوايي ډکر کې داسې مهال نیولي چې، غوښتل یې د قزاقستان له جعلي پاسپورټونو سره ...

Read More »

 د کامې پر بند د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې دغه وزارت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې پر یوه بند د پانګونې په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د دې هوکړه ...

Read More »

افغانستان د درېیو یو شل اوریزه سیالیو لوبلړۍ له زمبابوې څخه وګټله

د افغانستان او او زېمبابوې کرکټ ملي‌ لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اوریزه لوبو د لړۍ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه افغانستان په درې وېکټو وګټله او دې سره یې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه. افغان لوبډلې نن د زېمبابوې لخوا د ورکړل شویو ۱۲۸ منډو هدف د ۷ ...

Read More »

زمبابوې افغان لوبډلې ته د ۱۲۸منډو هدف وټاکه

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د پیل شوې شل اوریزه لوبلړۍ په درېمه او برخلیک ټاکنونکې لوبه کې زمبابوې افغان لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ. افغان کرکټ ملي لوبډلې د روانې لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د ...

Read More »

د افغانستان او زېمبابوې لوبډلو ترمنخ نن درېمه شل اوریزه سیالۍ ترسره کیږي

ټاکل شوې چې د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو لوبلړۍ ‏وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره شي.دغه لوبه نن(شنبه،۲۴د لېندۍ)د کابل پر وخت د مازدیکر ۴:۰۰ بجې د زېمبابوې په کوربه ‌توب په هرارې کرکټ ‏لوبغالي کې ترسره کیږي.تردې دمه په روانه لوبلړۍ کې ...

Read More »

د لوړو زده کړو وزارت په ۹ ولایتونو کې د ۱۱ تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړي

د لوړو زده کړو وزارت مسوولان وایې، چې د هیواد په نهه ولایتونو کې یې د یوولس تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړي دي.دغه وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د یادو تحصیلي موسسو جوازونه یې په غزني، فراه، بادغیس، تخار، کندز، بغلان، بلخ، سمنګان او هرات ولایتونو کې ...

Read More »

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

تاکل شوې چې نن(پنجشنبه،۲۲د لېندۍ) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه ترسره کړي. بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي(یوناما) مشره روزا اتونبایوا هم وینا وکړي. په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه غونډه ...

Read More »