Home » افغانستان (page 15)

افغانستان

ترمذ کې د افغانستان او مرکزي اسيا کارپوهانو ترمنځ پرسیمه‌ییزو همکاريو خبرې شوې

د مرکزي او سويلي اسیا ترمنځ د اتصال په اړه د ترمذ ډیالوګ په څنډه کې، د مرکزي اسیا او افغانستان د کارپوهانو ترمنځ په لوړه کچه ناسته ترسره شوه.د خپرو شويو مالوماتو پراساس په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو پالیسي جوړونکو او شنونکو د سیمه‌ییز ثبات، اقتصادي همکاریو ...

Read More »

افغانستان او ايران پر دوه اړخيزې اقتصادي همکارۍ خبرې اترې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، سید کریم هاشمي، د ایران ـ افغانستان د ګډې خونې له پلاوي او په کابل کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې ...

Read More »

پاکستان يو ځل بيا د افغانستان هوايي حريم نقض کړی، ا.ا غبرګون ښودلی

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد، ویلي چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي دي.مجاهد زیاته ...

Read More »

هند په امنیت شورا کې له افغانستان سره د نړيوال تعامل د بیاکتنې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې، چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د نیویارک ښار په مقر کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره جوړه شوې وه، په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواتنني هریش له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د ...

Read More »

امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته جوړوي

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه د افغانستان په اړه خپله درې میاشتنۍ غونډه ترسره کړي. په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی راپور د افغانستان د وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې د اغېزو په اړه وړاندې شي او ...

Read More »

اروپايي ټولنې د نوو بدلونونو په لړ کې د افغانستان لپاره نوی شارژدافېر وټاکه

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د خدمتونو ادارې (EEAS) په يوه رسمي خبرپاڼه کې ويلي، چې کایا کالاس، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ عالي استازې او د اروپايي کمېسیون مرستیالې، د نويو ټاکنو په لړ کې د ۳۳ سفیرانو او د استازولیو د اوو مرستیالانو د ...

Read More »

د احصايې او معلوماتو عمومي اداره: د ۱۴۰۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د نږدې ۶ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او مالوماتو عمومي ادارې د مالوماتو پر بنسټ د ۱۴۰۵ کال په وري او غويي میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۵ زره او ۷۵۶ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی. همداراز ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده ...

Read More »

اروپايي ټولنه: د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي برېدونه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کایا کالاس په اسلام‌اباد کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبري غونډه کې ويلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې جدي بشري پایلې لري او د بې‌ثباتۍ او افراطیت خطر زیاتوي. ...

Read More »

ملګرو ملتونو د کډوالو پر لاره رامنځته شوې مرګونې پېښې ته خواشيني څرګنده کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR د یوې اعلامیې په خپرولو سره د راستنېدونکو کډوالو پر لاره د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي. په اعلامیه کې ویل شوي ...

Read More »

ضمير کابلوف: روسيې د افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرولو اجازه ترلاسه کړې

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګري استازي ضمير کابلوف، په يوې مرکې کې ويلي، چې مسکو د افغانستان لپاره د بشري مرستو د برابرولو اړینه اجازه ترلاسه کړې، په دې مرسته کې غنم، درمل، طبي تجهیزات او لوژستیکي مرستې شاملېدای شي او په خبره يې دا مرستې به یوازې د ...

Read More »