Home » سیمه او نړی (page 155)

سیمه او نړی

اذربایجان کې شاوخوا ۶۰۰ بندیان وبخښل شول

د بهرني رسنیو د راپورونو له مخې د اذربایجان ولسمشر الهام علی اف ډېر شمېر زندانیان وبخښل اوخوشې کړل چې پکې سیاسي بندیان هم ول. د رسنیو په حواله د خوشې شویو بندیانو شمېر ۶۲۵ تنو ته رسیږي چې په خوشې شویو کې د حکومت مخالف سیاسي ګوند غړي هم ...

Read More »

د فرانسې مخکېنی ولسمشر محکمې ته حاضر شو

رویداد خبري آژانس

د فرانسې مخکېنی جمهور رییس نیکولاس سرکوزي د ۲۰۱۲ میلادي کال ولسمشرېزو ټاکنو د ناقانونه تمویل په تړاو محکمې ته حاظر شو. هغه په دې ټاکنو کې بریالی نه شو. د سرکوزي محکمه پرون چهارشنبه (د کب ۲۷مه) ترسره شوه. له دې دوه اوونۍ مخکې ۶۶کلن سرکوزي د اداري فساد ...

Read More »

په امریکا کې یو تن وسلوال ۷ مېرمنې په ډزو وژلي

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې یو تن وسلوال د امریکا په جورجیا ایالت کې ۸ تنه وژلي چې ۶ تنه یې د آسیايي هېوادنو څخه دي. د امریکا متحده ایالاتو د جورجیا ایالت پولیس وايي یو تن سپين پوستی امریکايي په دریو سینګار ځایونو او د مساج په ...

Read More »

ایران کې ۱۰ تنه د اور لوبې په جشن کې وژل شوي

ایراني رسنۍ راپور ورکړی چې د نوي کال د پیل څخه وړاندې د اور لوبو جشن په نمانځلو کې شاو خوا ۱۰ تنه وګړي وژل شوي او له سلو زیات ټپیان دي. د ایران دولتي ټلویزیون د راپور له مخې ډیری کسان د پټاقیو د جوړولو او چمتو کیدو پر ...

Read More »

بلوچستان کې ۷ کان کیندونکي وژل شوي

رویداد خبري آژانس

پاکستان چارواکي وایي اووه کان کیندونکي د دې هېواد په بلوچستان ایالت کې وژل شوي دي. د چارواکو په وینا دا کسان د مارچ د ۱۵مې نېټې په وروستیو کې د کوټې شمال ته د هرنای په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له کبله وژل ...

Read More »

د پاکستان په یوه کان کې د چاودنې له امله ۷ کان کیندونکي وژل شوي

د پاکستاني رسنیو په حواله د یاد هېواد په بلوچستان ایالت کې ۷ کان کیندونکي وژل شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي یاد کسان د کوټې شمال ته د هرنای په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ووژل شول. په بلوچستان کې د پولیسو یو ...

Read More »

د سوریې لس کلنه جګړه؛ څه باندې ۳۰۰ زره کسان پکې وژل شوي

رویداد خبري آژانس

د بشري حقونو د څار یوه اداره وایي د سوریې په لس کلنۍ جګړې کې ۳۸۸۶۵۲ کسان وژل شوي چې ۲۲۰۰۰ یې ماشومان دي. په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ د میاشتې په ۱۵ مې د عربو د پاڅون په لړ کې ولسې مظاهرې وشوې او د ولسمشر ...

Read More »

د روسیې پولیسو نږدې ۲۰۰ مخالف سیاستوال نیولي دي

رویداد خبري آژانس

د روسیې پولیسو نږدې دوه سوه کسان چې اکثره یې سیاسي څېرې دي، نیولي دي. دا اقدام هغه مهال ترسره شو چې پولیسو پرون د مارچ په ۱۳مه په اسماعیلوو هوټل چاپه ووهله. دغه هوټل کې ځینو سیاسي څېرو د روسیې د سېپټمبر میاشتې محلي او پارلماني ټاکنو په اړه ...

Read More »

امریکا یمن ته بندې شوې بشري مرستې بیا پیل کړې

رویداد خبري آژانس

د امریکا متحدو ایالتونو په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو کې بېرته خپلې بشري مرستې پیل کړي. ملګري ملتونه وايي چې جګړې او قحطۍ په یمن کې لوی بشري بحران جوړ کړی دی. د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې د حوثي یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو ...

Read More »

د مینې د اظهار له امله دوه محصلین د لاهور له پوهنتون وایستل شول

رویداد خبري آژانس

د پاکستان د لاهور په ښار کې دوه محصلین وروسته تر هغه د پوهنتون نه وایستل شول چې د هغوي د نامزادۍ ویډیو تېره ورځ د ټولنیزیو شبکو په پاڼو کې خپره شوه. په ویډیو کې لیدل کیږي چې نجلۍ د هلک په مخکې په ګونډو کیږي او د واده ...

Read More »