Home » سیمه او نړی (page 139)

سیمه او نړی

د پاکستان مشهور خبریال ابصار علم په یوه برید کې ټپي شوی

رویداد خبري آژانس

د پاکستان مشهور خبریال ابصار علم وایي، په اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته د برید پرمهال ټپي شوی دی. ابصار علم د ډزو یوه ویډیو چې د موټر له دننه اخېستل شوې ده، پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) په خواله رسنیو کې شریکه کړه او ویې ...

Read More »

له پاکستانه د فرانسې د سفیر د اېستلو موضوع ولسې جرګې ته وړاندې شوه

رویداد خبري آژانس

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي، د فرانسې پرضد د اسلامپالو د خونړیو لاریونکونکو وروسته به حکومت له دې هېواده فرانسې د سفیر د ایستلو موضوع ولسي جرګې ته وړاندې کړې چې په دې اړه رایې واخلي. شیخ رشید احمد په یوې ثبت شوې ویډیو کې چې نن سې ...

Read More »

نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۳ ملیونو واوښت

رویداد خبري آژانس

د نړۍ په کچه د هغو کسانو شمېر له ۳ میلیونو واوښت چې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په برازیل، هند او فرانسه کې د کرونا څپه ګړندۍ ده او مسؤلین‌یې د کابو کولو هڅه کوي. د امریکا ...

Read More »

امریکا: که الکسي ناوالنۍ ومري، نو ناوړه پایلې به ولري

رویداد خبري آژانس

امریکا خبرداری ورکړی چې که په زندان کې د پوتین سرسخت مخالف الکسي ناوالنۍ ومري نو ناوړه پایلې به ولري. ناوالنۍ چې د ډوډۍ نه‌خوړولو اعتصاب کړی، د ډاکترانو یوې ډلې یې روغتیایي وضعیت خطرناک بللی دی. له زندانه د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره پر کرملېن د مخ په ...

Read More »

د پوتین مخالف الکسي ناولني د ‘زړه د سکتې له جدي ګواښ’ سره مخ دی

رویداد خبري آژانس

ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالنۍ د زړه د سکتې له جدي ګواښ سره مخامخ دی. ډاکترانو د کرملېن د دې منتقد سیاستوال د سمدستي علاج غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي صحي وضعیت په خرابېدو دی او هره شېبه امکان لري ...

Read More »

په نړۍ کې؛ د کووېډ۱۹ له کبله د مړو شوو شمېر تر ۳ میلیونه واوښت

رویداد خبري آژانس

د جان هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس نوې څپې د چټکې پراختیا په حال کې دي چې له امله یې مړینه هم ډېره شوې ده. دغه پوهنتون ویلي چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو شمېر تر درې میلیونه اوښتی ...

Read More »

هند کې په یوه ورځ تر ۲ لکو زیاتې د کرونا پېښې ثبت شوې دي

رویداد خبري آژانس

د هندوستان د روغتیا وزارت وايي، هېواد یې د کرونا وبا له چټکې خپرېدونکې څپې سره مخ دی، چې په یوه ورځ کې د دغه ویروس ۲ لکه ۳۴ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دوی په خبره، چې په هندوستان کې د تېرې جمعې د خطرناک شمېر په ...

Read More »

پاکستان کې د کرونا تازه پېښو کې څه باندې ۱۰۰ کسان مړه شوي

رویداد خبري آژانس

په پاکستان کې چارواکي وایي چې د کرونا ویروس له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي دي. په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کرونا ویروس پېښې او له دې کبله تلفات مخ په زیاتېدو دي. د کرونا ویروس د کنترول اداره ...

Read More »

د امریکا اندیانا ایالت کې یوه وسله وال ۸ کسان په ډزو وژلي

رویداد خبري آژانس

د امریکایي چارواکي وایي چې د اندیانا ایالت کې یوه وسله وال کس ۸ کسان په ډزو وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي. پولیسو پرون جمعې په ورځ (د وري ۲۷مه) سهار وختي وویل، دا پېښه تېره شپه ناوخته د اندیانا پولیس نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د ...

Read More »

عربستان: نړیواله ټولنه دې د ایران د اټمي وسلې د جوړولو د مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي

رویداد خبري آژانس

سعودي عربستان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ایران لخوا د اټمي وسلې د جوړولو د مخنیوي لپاره حل لاره ولټوي.سعودي پرون (چهارشنبه) تر ۶۰ سلنې پورې د یورانیمو د غني کولو په اړه د ایران پر اعلان د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې وویل، دا اقدام د ...

Read More »