د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ پروژې د جوړولو چارې بشپړې شوي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې دغه راز ویلي چې په نږدې ورځو کې د افغانستان او ترکمنستان دولتونو د لوړ پوړو چارواکو لخوا پرانیستل او به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ...
Read More »چارواکي:د کجکي برښنا بند د دویم فاز د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي
د هلمند ولایت چارواکي وايي، د کجکي د برښنا بند د دویم فاز د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي. د دغه بند درې توربینونه په مجموع کې د ۱۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پرون دوشنبې د جنورۍ ۱۱ (مرغومي۲۲) ازادۍ ...
Read More »کابینې د راتلونکې کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید کړې
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ پرون دوشنبې جنورۍ ۱۱ (مرغومي۲۲) د کابینې غونډه شوې ده او په هغه کې د راتلونکي کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید شوې ده. څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې غړو ...
Read More »برېښنا شرکت:د ازبکستان وارداتي برېښنا ۴۰۰ میګاواټه ته لوړه شوه
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه. برښنا شرکت وایي، وړاندې د ازبکستان د برېښنا پنځو دستګاوو کې د عارضې رامنځته کېدو له امله نوموړي هیواد افغانستان ته د خپلې برېښنا کچه را ټیته کړې ...
Read More »ننګرهار کې د رومي بانجانو په تولید کې زیاتوالی راغلی
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د رومي بانجانو کروندې او تولیدات زیاتې شوي دي او کال تربلې رومي بانجانو او سبو کرکېلي ته د کروندګرو لېوالتیا زیاتیږي. د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې ...
Read More »کرنې ریاست: لغمان کې د جوارو حاصلات ډېر شوي
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د جوارو کښت او حاصلات د نورو کلونو په پرتله زیات شوي دي. د لغمان د کرنې ریاست رییس محمد جمیل خوشحال وایي، چې سږ کال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ...
Read More »برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا ۳۰۰ میګاواټه ته لوړه شوه
د افغانستان برښنا شرکت خبر ورکړی چې د ازبکستان وارداتي برښنا کچه ۳۰۰ میګاواټو ته لوړه شوه. د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان برښنا په تولیدي دستګاو کې د تخنیکي ستونزو د لمنځه وړلو په موخه ددې هیواد د هڅو وروسته، افغانستان ته د برښنا صادراتو ...
Read More »اېلن موسک تر ټولو شتمن سړی ونومول شو
د بهرني رسنیو د راپورونو له مخې اېلن موسک د نړۍ تر ټولو شتمن سړي حیثیت ترلاسه کړ. موسک په داسې حال کې د نړۍ شتمن کس وپېژندل شو چې د ده د شتمنۍ کچه ۱۸۵ میلیارده ډالرو ته ورسېد. تر دې وړاندې دغه مقام د امازون له موسس سره ...
Read More »برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا ستونزه تر حلېدو رسېدلې ده
د افغانستان برښنا شرکت وایي چې هېواد کې د برښنا کمښت ستونزې حل لپاره د دغه شرکت د مشرتابه د پرلپسې هڅو په پایله کې ازبکستان څخه د وارداتي برښنا تخنیکي ستونزه تر حلیدو رسېدلې ده. یاد شرکت ویلي چې، دا مهال نایب اباد کې د برېښنا کچه تر ۳۰۰ ...
Read More »کابل کې د څړځايونو ۷۷ زره جریبه ځمکه سروې شوه
په کابل کې څه باندې ٧٧ زره جريبه څړځايونه سروې شول. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وزارت ویاند حشمت الله ناصري د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ ۶ ( مرغومي۱۷) ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د هېواد په کچه ټول څړځايونه د ملي پانګې په توګه د معقولې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس