په هرات کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي ، چې د دغه ولايت د زعفرانو تولیدات دوه چنده شوي دي. د دې ریاست یوه چارواکي بشیر احمد احمدي وویل، چې اوسمهال هره میاشت له درې تر څلورو ټنو زعفران د خصوصي سکتور له لوري اسيايي، اروپايي او نورو ...
Read More »ایلان ماسک خپلو منتقدینو ته غبرګون وښود
د ټویټر ټولنییزې رسنۍ مالک او اجرائیوي رئیس ایلان ماسک د خپلې پانګې ۲۰۰ بیلیونه ډالره له لاسه ورکولو وروسته په خپل تازه ټویټ کې وايي، چې ۱۲ میاشتې مخکې زه د کال ښاغلي کس وم. ایلان ماسک په دې ټویټ سره خپل منتقدین ځواب کړي دي. نوموړي څو ورځې ...
Read More »د پاکستان حکومت د جنرال باجوه د شتمنيو په اړه څېړنې پيل کړې
د پاکستان اېتلافي حکومت د دې هېواد د پوځ د لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه د شتمنيو او د هغې د ماليو د ورکړې په اړه څېړنې پيل کړې دي. د پاکستان حکومت دا ګام وروسته له هغې پورته کړی، چې پاکستاني خبريال احمد نوراني د فيکټ فوکس په ...
Read More »متقي: نړيوال له افغانستان سره پر مرستو کولو مسوول دي او بشري مسايل دې سياسي نه کوي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون يکشنبه د (لړم په ۲۹مه) په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکر سره ليدلي او دواړو له افغانستان سره پر بشري مرستو، امنیت، پراختيايي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو خبرې کړي دي. متقي په دې ...
Read More »ناروې له افغانستان سره ۲۲ ميليون ډالر مرسته اعلان کړه
د ناروې حکومت په افغانستان کې د لوږې اوسنۍ کچې د مهارولو په موخه له افغانانو سره د ۲۲ ميليون ډالرو مرسته اعلان کړې ده. د ناروې حکومت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دا مرسته په افغانستان کې د خواړو خونديتوب د زياتولو په موخه کوي ...
Read More »روسيې ته له درېيو لسيزو ځنډ وروسته د افغاني انارو صادرات پيل شول
روسيې هېواد ته له ۳۰ کلن ځنډ وروسته يو وار بيا له افغانستان څخه د انارو د صادرولو لړۍ پیل شوه او د انارو لومړۍ جوپه دې هېواد ته روانه شوه. د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد په دې اړه نن پنجشنبه د (لړم په ۲۶مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، د ...
Read More »عربي اماراتو له افغانستان سره د ۱.۷ مېليارد ډالرو په ارزښت مرستې کړي
د عرب متحده اماراتو چارواکي وايي، چې په وروستيو کلونو کې يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ۱.۷ مېليارد ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي. په روسيې کې د دې هېواد د سفارت سلاکار د او افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ په غونډه کې د عربي ...
Read More »يومانا د افغان متشبثينو د ملاتړ لپاره له حکومت سره د خبرو د دوام غوښتنه کړې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتنبایوا او د هغې مرستیال رامیز الاکبروف د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر سره ليدلي دي. يوناما په دې اړه خپله فېسبوک پاڼه کې نن يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) ليکلي، چې په دې ...
Read More »ميرضيايف: د افغانستان انزوا له امله منځنۍ اسيا کې د ناوړه وضعيت وېره شته
د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د افغانستان انزوا ناسم سياست بللی او ويلي يې دي، چې له دې کبله په منځنۍ اسيا کې د يوه ناوړه احتمالي وضعيت د رامنځته کېدو وېره شته. نوموړي دا څرکندونې پرون جمعه د (لړم په ۲۰مه) د ترک هېوادونو همکاريو سازمان يا UTC غونډې ...
Read More »کابل کې د ځينو خصوصي تفريحي پارکونو مالکان خپل پارکونه بندوي
په داسې حال کې چې د امر باالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د وروستۍ پرېکړې له مخې ښځې او نجونې تفريحي پارکونو ته له تګ منعه شوي، خو تازه په کابل کې د ځينو خصوصي پارکونو مالکانو د ټولو خلکو پر مخ د خپلو پارکونو د تړلو پرېکړه کړې ده. ...
Read More »