Home » افغانستان (page 38)

افغانستان

د پاکستان له بندخونو ۱۳ افغان کډوال خوشې شول

د کډوالو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۱۳ افغان کډوااو د خوشې کېدو خبر ورکړی. یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان له بندخونو دا خوشې شوي کسان د چنګاښ په ۱۲ هېواد ته راستانه شوي دي. بلخوا ننګرهار کې د تورخم مسوولینو ویلي چې دا ...

Read More »

ایران دوه افغانان اعدام کړل

د «هه‌نګاو» په نامه دایران د بشري حقونو یو سازمان وایي، د ایران د شېراز په مرکزي زندان کې دوه افغانان اعدام شوي دي. دې سازمان (سه شنبه د چنګاښ ۱۲مه) ویلي چې دا کسان د ایران د قضایي نهادونو لخوا د نشه یي توکو د اړوند جرمونو په تور ...

Read More »

هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۴ سلنه ډېر شوی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه د مې تر پایه شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. د هغو معلوماتو له مخې چې د ملګرو ملتونو دغې ادارې نن (سه شنبه د ...

Read More »

اوچا: د بودیجې د کمښت له امله د بشري مرستو په بندېدو سره میلیونونه افغانان اړمن شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره یې د نړیوالې ټولنې څخه د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۲۲.۸ سلنه ترلاسه کړې چې دغه کمښت میلیونونو اړمنو افغانانو ...

Read More »

ابوظبي کې د افغانانو لپاره د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش مرکز بیا فعالېږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش د بیا پیل په موخه ابوظبۍ ښار ته یو ټیم استولی دی. دې ادارې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ۱۰مه) ویلي چې په ابوظبۍ ښار کې به د برېښنايي پېژندپاڼو د ...

Read More »

پکتیکا کې ٣٦٠ تنه له نشه یي توکو رغېدلي کسان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ٣٦٠ تنه زده‌کوونکو د نجارۍ، خیاطۍ او د تعمیراتي برېښنا په برخو کې تر شپږ میاشتینو زده‌کړو وروسته فارغ شوي دي.دغو کسانو ...

Read More »

د دوحې د ناستې دویمه ورځ له نشه یي توکو سره د مبارزې په موخه پیل شوه

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوحې غونډې دویمه ورځ پیل شوې ده. نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي چې د نن (دوشنبه، چنګاښ ۱۱) د غونډې موضوع د خصوصي سکتور ملاتړ او د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې په اړه ده. د افغانستان په اړه د دوحې ...

Read More »

د اسټرالیا په کارګر ګوند کې د «فاطمې پیمان» غړیتوب له فلسطین څخه د ملاتړ له امله وځنډول شو

اسټرالیا کې واکمن کارګر ګوند د یوې افغانې سناتورې فاطمې پیمان غړیتوب د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو له طرحې د ملاتړ له امله تر نامعلومې مودې ځنډولی دی. د استرالیا ABC نیوز پرون (یکشنبې، د چنګاښ په ۱۰مه) خبر ورکړی چې مېرمن پیمان په کارګر ګوند کې ...

Read More »

د دوحې درېیمه غونډه په راتلونکو څو ساعتونو پیلېږي

د دوو تېرو غونډو په دوام د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د ۲۲هېوادونو د استازو او څو سازمانونو په ګډون نن او سبا د قطر په پلازمینه په هتل «رټز کارلټون» کې پیلېږي. د دوحې د غونډې د پيلېدو له ځای څخه خبریالان وایي چې دا غونډه ...

Read More »

بامیانو کې د لاسي صنایعو بازار پرانيستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د «پخوانی بامیان» په نامه د لاسي صنایعو بازار د یاد ولایت په مرکز کې پرانستل شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بازار کې لمڅی، ګلیم، غالۍ، واسکټ، خامکي جامې او نور لاسي صنایع او ...

Read More »