Home » افغانستان » ایران د یوه افغان په ګډون شپږ کسان اعدام کړي

ایران د یوه افغان په ګډون شپږ کسان اعدام کړي

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې ایراني حکومت د یو افغان په ګډون شپږ کسان اعدام کړي دي.

یاد سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه کسان د ایران د کرج ښار په «قزل حصار»زندان کې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخې، اعدام شوي کسان د نشه یي توکو، بریدونو یا قصدي وژنو په تور په اعدام محکوم شوي دي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د روان ۲۰۲۴م کال یوازې د اکتوبر په میاشت کې د ایران حکومت د بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۶۶ کسان اعدام کړي، چې له ډلې یې شپږ ښځې او یو ایراني‌الاصله جرمن وګړی هم شامل دي.

د د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، دا په ۲۰۰۷ کال کې په ایران کې د اعدامونو له ثبت وروسته په یوه میاشت کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده.

که څه هم د بشر حقونو نړیوال سازمان او نورو هېوادونو له ایراني حکومت څخه د اعدامونو د درېدو غوښتنه کړې، خو له دې هر څه سره سره بیا هم په دغه هېواد کې هره میاشت ګڼ شمېر کسان اعدامېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...