Home » افغانستان (page 36)

افغانستان

نیمروز کې اورلګېدنه؛ شپږ کسان ټپيان او څه باندې شپږ میليونه افغانۍ زيان اوښتى

د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د اکسېجن د توليد په يوه شرکت کې د اورلګېدنې له امله شپږ نيم ميليونه افغانۍ مالي زيان اوښتى او شپږ نور کسان پکې ټپيان شوي دي. ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې اورلګېدنه د چهارشنې ورځې په شپږو بجو د زرنج ښار ...

Read More »

ملګري ملتونه په نشه‌یي توکو د اخته افغان ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره نوې تګلاره پیلوي

د روغتیا نړیوال سازمان او د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې په نشه‌یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره یو ګډ نوښت پیل کړی دی. نن (چهارشنبې د چنګاښ ۲۷مه) د دغو دوو نړیوالو سازمانونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د ...

Read More »

ننګرهار کې د ورښتونو، سېلابونو او توپان له کبله د مړو شمېر ۶۵ ته لوړ شو

د ننګرهار ځایي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د وړمې ورځې د باران او تېز باد له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۵ ته رسېدلی دی. د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي امر ادریس ساپي نن(چهارشنبه،د چنګاښ ۲۷مه) رویداد خبري اژانس ته ویلي ...

Read More »

ملګري ملتونه: له پاکستان څخه څه باندې ۵۷ سلنه افغان کډوال په زوره ایستل شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې له پاکستان څخه د ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو له ډلې ۵۷ سلنه یې په زور او ۴۲ سلنه یې په خپله خوښه راستانه شوي دي. دې ادارې په یو راپور کې ویلي چې د جنورۍ له ...

Read More »

د پنجشېر عمومي لاره د سېلابونو له امله تړل شوې

د پنجشېر ولايت په دوو ولسواليو کې نن سهار (دوشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) سېلابونو مالي زيانونه اړولي دي. ځايي سرچينو رسنيو ته د عکسونو له رالېږلو سره لیکلي چې د پنجشېر عمومي لاره د دلان سنګ په سيمه کې د سېلاب له امله تړل شوې ده. سرچینه زیاتوي، چې دغه ...

Read More »

د ۱۴۰۳ کال د کانکور وروستۍ ازموینه واخیستل شوه

د ازموینو ملي اداره وایي چې د د۱۴۰۳ کال د کانکور وروستۍ ازموینه پرون (جمعه د چنګاښ ۲۲مه) په پلازمېنه کې اخیستل شوې ده. د ازموینو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د متفرقه دواطلبانو، د ولایتونو غیرحاضران، د څوارلسم ټولګي فارغان، او د دیني مدرسو له فارغانو ...

Read More »

د افغانستان په سلګونو سوداګریزې لارۍ د پاکستان پر پوله درول شوې

په پاکستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د مېوو او سبزیجاتو شاوخوا ۳۰۰ لارۍ چې له افغانستان څخه پاکستان ته روانې وې، د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې بندې شوې دي. په پاکستان کې د افغانستان سفارت پرون (جمعه د چنګاښ په ٢٢مه) په یوه خبرپاڼه کې ...

Read More »

ننګرهار کې د سوالګرو د راټولولو کمپاین پیل شوی

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وایي، چې په دغه ولایت کې د سوالګرو راټولولو او مخنیوي کمیسیون له لوري کمپاین دوام لري. د یادې ادارې رییس مولوي فریدالله حقاني وایي چې د دغه کمیسیون له لوري په مرکز جلال اباد ښار او تورخم ښارګوټي کې ۶۱۵ ...

Read More »

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله‌من وزیر ومړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی شاعر ګیله‌من وزیر په اسلام اباد کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین هم د ګیله‌من وزیر د مړینې خبر تایید کړی دی. منظور پښتین تېره شپه (د چنګاښ۲۰مه) په اسلام اباد کې د پیمز روغتون مخې ...

Read More »

اوچا: له افغانستان سره بشريِ مرستې د بودیجې له کمښت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) وايي چې د ژوند اړوند پرګرامونه، لکه روغتیايي خدمتونه، سرپناه، خوراکي توکي، زده کړې او خوندیتوب په افغانستان کې د بوديجې د کمښت له امله له خطر سره مخ دي. دې دفتر نن (چهارشنبې د چنګاښ ۲۰مه) په اېکس پاڼه لیکلي: ...

Read More »