ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا(چهارشنبې، د لړم ۱۶مه)د درې یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه لوبو لومړۍ سیالي ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې یادې سیالۍ د افغان لوبډلې په کوربتوب د اماراتو په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې سبا به د کابل پر وخت ماسپښين دوه نیمې بجې پیل شي.
د دې سیالیو په دوام به دواړه لوبډلې د روان نوومبر په نهمه، یعنې د شنبې په ورځ دویمه او د نوامبر په یوولسمه درېیمه یو ورځنۍ سیالي وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې لا یوه اوونۍ وړاندې د بنګله دېش پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ په ډاګه کړی و، چې د نوملړ پر اساس، حشمتالله شاهدي د لوبډلمشر او رحمتشاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه د لوبډلې برخه دي، دغه رحمنالله ګربز او اکرام عليخېل وېکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیقالله اتل، دروېش رسولي، عظمتالله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضلالحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک په دې نوملړ کې شامل دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس