د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) تازه د افغانستان لوېدیځ هرات حوزوي روغتون ته د روغتیایي مرستې د استولو خبر ورکړی دی. دې ادارې پرون (چهارشنبې د اسد ۱۷مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې مرسته کې ۱٫۷ ټنه روغتیايي تجهیزات شامل دي او په وینا یې چې په دې ...
Read More »اوچا: کاناډا له افغانستان سره درې میلیونه کاناډایي ډالر مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې کاناډا له افغانستان سره درې میلیونه کاناډایي ډالر (معادل یې۲٫۲ امریکایي ډالر) له افغانستان سره مرسته کړې ده. اوچا نن (چهارشنبې، د زمري ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه د کاناډا له دې همکارۍ مننه کړې او ویلي یې ...
Read More »د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان له روغتیا وزارت سره همکاري کوي
په افغانستان د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مسوولانو د افغانستان د روغتیا وزارت له سرپرست، نور جلال جلالي سره په کتنه کې له یاد وزارت سره د همکارۍ خبر ورکړی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر «اسټیفن روډریک» د روغتیا وزارت له سرپرست ...
Read More »د احصایې اداره: د افغانستان نفوس ۳۵٫۸ میلیونه ښودل شوی
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولین وایي، دې ادارې په وروستي یو کال کې نفوس شمېرنه کړې چې د هغې پر بنسټ د افغانستان نفوس ۳۵٫۸ میلیونه ښودل شوی دی. د دې ادارې مسوولانو نن (چهارشنبې، د زمري ۱۷مه) «د یوې کلنې امارتي دورې لاسته راوړنو» په برنامه ...
Read More »د کرکټ پر لوبغاړي «احسان جنت» د لوبو پنځه کلن بندیز
د افغانستان کرکټ بورډ نن (چهارشنبه، د زمري ۱۷مه) د یوې علامیې په خپرولو سره ویلي چې د کورني کرکټ پر لوبغاړي «احسان جنت» د هر ډول کرکټ ترسره کولو پنځه کلن بندیز ولګېده. سرچینې زیاته کړې چې احسان جنت د کابل «پریمیر لیګ» یا KPL دویم پړاو سیالیو کې ...
Read More »افغانستان کې اقلیمي کړکېچ؛ د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۸ زره کسان بېځایه شوي
له ماشومانو څخه د ملاتړ سازمان راپور ورکړی چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو د اقلیمي بدلون له امله د بېځایه شویو کسانو شمېر د پروسږ ټول کال په کچه دی. دغه سازمان نن (سې شنبې، د زمري ۱۶مه) په یو راپور کې لیکلي چې شدیدې طبیعي پېښې، ...
Read More »د کډوالو وزارت د ملګرو ملتونو د اته میلیون افغانانو د کډوالۍ راپور رد کړ
د کډوالو چارو وزارت د ۲۰۲۰ کال راپه دې خوا د کډوالو د نړیوال سازمان د اته میلیون افغانانو د کډوال کېدلو راپور رد کړی دی. دې وزارت نن (سې شنبې د زمري ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې د کډوالو نړیوال سازمان راپور ته په اشارې لیکي: “موږ په کلکه ...
Read More »د افغانستان بانک ۵۵۹ میلیون او ۱۴۰زره مندرسې افغانۍ وسوځولې
د افغانستان بانک په لودېځ زون کې د ۵۵۹ میلیون او ۱۴۰زره مندرسو بانکنوټونو د سوځولو خبر ورکړی دی. د یاد بانک د خبرپاڼې له مخې په دې پیسو کې کاغذي بانکنوټونه شامل و چې د لودېځ زون په خزانه کې راټول شوي دي. د افغانستان بانک مرستیال، محمد اخوند ...
Read More »ا.ا د سرحدي ستونزو د حل لپاره کمېټه جوړه کړه
د ا.ا مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وایي چې د سرحدي ستونزو د حل لپاره یې کمېټه جوړه کړې ده. فطرت یکشنبه د زمري ۱۴مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا کمېټه د ا.ا د مشر شېخ هیبةالله اخوندازاده، په حکم د سرحدي سیمو او ډېورنډ کرښې ته نږدې د ...
Read More »د فارياب د مالګې کان د ایستنې چارې پيل شوې
ا.ا د فارياب ولايت د قرمقول ولسوالۍ په دشت ليلي کې د مالګې د دريو کانونو د استخراج چارې پيل شوې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان پرون د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دغه کانونه چې ۱۴ کیلومتره مساحت لري، د ۱۵ ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس