د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار په عملي توګه جریان لري.
نوموړي د یادې پيل په اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې په افغانستان کې یې څو سلنه چارې بشپړې شوي دي.
د ټاپي پروژې تړون د ١٣٩۴ لمريز کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د پخوانيو حکومتونو د مشرانو ترمنځ لاسليک شوى و.
ټاپي پروژه د هیواد یوه له مهمو پروژو ګڼل کیږي چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.
د ګازو د دې نل لیکې اوږدوالی يو زرو ۸۱۴ کیلومتره اټکل شوی، چې ۸۱۶ کیلومتره به یې له افغانستانه تېرېږي او دغه راز د ګازو دغه نل ليکه به په کلني ډول د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د انتقال ظرفیت ولري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس