Home » افغانستان » د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله وروستۍ لوبه له نیپال سره کوي

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله وروستۍ لوبه له نیپال سره کوي

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې وروستۍ لوبه د نیپال پر وړاندې ترسره کوي.

افغان نولس کلنو لوبډلې د اسیام جام سیالیو په تېرو دوو لوبو کې د بنګله‌دېش او سریلانکا لوبډلو پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

د معلوماتو پر اساس په دې جام کې د اسیایي هېوادونو ۸ غوره لوبډلو ګډون کړی چې افغان ‏۱۹ کلنه ملي لوبډله په «B» ګروپ کې د بنګله‌دېش او سریلانکا پر وړاندې له ماتې وروسته نیپال سره ‏لوبه کوي.‏

بل‌خوا، په «A» ګروپ کې پاکستانۍ لوبډلې اماراتو او هند ته په ماتې ورکولو سره د ګروپ په لومړي سر کې ځای نیولی دی.

دغه‌راز، سریلانکا له نیپال او افغانستان څخه د لوبو په ګټلو سره «A» ګروپ کې لومړی مقام لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...