Home » Author Archives: رویداد خبری آژانس (page 56)

Author Archives: رویداد خبری آژانس

له ايران سره پر پوله د پاکستاني پوځيانو پر پوسته بريد کې يادو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښې

د بلوچستان ايالت اړوند د پاکستان او ايران ترمنځ پر ګډه پوله، د پاکستاني پوځيانو پر پوسته وسله‌وال بريد شوی چې په ترڅ کې يې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده. ځايي اوسېدونکو ويلي، چې وسله‌والو د پاکستاني پوځيانو پر پوسته د سپکو او درنو وسلو شديد ...

Read More »

عمران خان: د افغانستان جګړې پرمهال پاکستان ډېر زيانونه زغملي

د پاکستان لومړي وزير عمران يو وار بيا د افغانستان جګړې پرمهال د خپل نېک کردار د ترسره کولو په اړه څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې دغه مهال پاکستان هم ډېر زيان زغملی دی. نوموړي پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۲۲مه) په اسلام‌اباد کې د يوې غونډې پرمهال ...

Read More »

د هلمند په ګرمسېر کې د چاودنې ۴تنه عام خلک ټپيان کړي

د هلمند ځايي چارواکي خبر ورکړی چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ۴ تنه عام ولسي کسان ټپيان شوي دي. ځايي چارواکو د يادې چاودنې په تائيدولو سره ويلي، پېښه نن سې‌شنبه د (لېندۍ په ۲۲مه) د ګرمسېر اړوند هزار جفت بازار کې د یوې سرګولولې د ...

Read More »

يوناما: ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي

په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما خبر ورکړی چې دغه سازمان له افغانستان سره په اقتصادي او بشري برخو کې مرستو ته ژمن دی. يوناما په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز پرون دوشنبه ...

Read More »

متقي: امريکا سره ستونزه نه لرو او په شمول يې له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړو

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، اسلامي امارت دا مهال له امريکا سره هېڅ ډول ستونزه نه لري او زياتوي چې د امريکا په شمول له ټولو هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي. نوموړي دغه څرګندونې پرون يک‌شنبه له اسوشيېټيډ پرېس سره په مرکه کې چې نن ...

Read More »

ملګري ملتونه د درېيو مياشتو په جريان کې ۲۰ ميليونه ډالر افغانستان ته لېږدوي

ټاکل شوې چې د راتلونکې مارچ مياشتې تر وروستيو پوري ملګري ملتونه افغانستان ته ۲۰ ميليونه ډالر په نغدي توګه ولېږدوي. ۸صبح ورځپاڼې د سرچينو په حواله ويلي، دغه پيسې به په مالوم مقدار سره په قسطوار ډول هره اوونۍ افغانستان ته لېږدول کېږي چې د افغانستان نړيوال بانک يا ...

Read More »

د هند هرناز سندو د نړۍ د ښکلا جايزه وګټله

په اسرائيلو کې د نړۍ د ښکلا مليکې د نومونې په موخه د پيل شويو سياليو په ترڅ کې، د هند هرناز سندو وتوانېده چې ځان د ۲۰۲۱ زېږديز کال د ښکلا مليکه کړي. دا سيالۍ له دوو اونيو راهيسې د اسرائيلو په ايلات ښار کې روانې وې. د ښکلا ...

Read More »

پاکستان: وېره شته چې نړۍ به افغانستان يوازې پرېږدي

د پاکستان ايکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د دغه هېواد د نړيوالې ارزونې د بنسټ په حواله راپور خپور کړی چې پاکستان وېره لري نړۍ به افغانستان ته شا او يوازې به يې پرېږدي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، که نړۍ له افغانستان سره دخيله پاتې نه شي نو دغه هېواد ...

Read More »

طالبان د حکومتولۍ په اړه د ديني عالمانو مشورتي شورا رابولي

اسلامي امارت خبر ورکړی چې د حکومت د چارو پر مخ وړلو لپاره به په نږدې راتلونکي کې د ديني عالمانو يوه مشورتي شورا را وبولي. د چارواکو په خبره، دغه شورا به د حکومتولۍ د مخته وړلو په موخه يو واضيح چوکاټ ترسيم کړي څو پر بنسټ يې اسلامي ...

Read More »

پښتين: پر پاکستان باور نشته، هر وخت پر پښتنو ظلم کولو ته تيار دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM نن يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) د جنوبي وزيرستان په ټانک سيمه کې لويه ولسي غونډه چې زرګونه ميلت‌پاله ځوانانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو په کې برخه لرله، ترسره کړه. يادې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو فعالانو خبرې وکړې او ...

Read More »