اسلامي امارت خبر ورکړی چې د حکومت د چارو پر مخ وړلو لپاره به په نږدې راتلونکي کې د ديني عالمانو يوه مشورتي شورا را وبولي.
د چارواکو په خبره، دغه شورا به د حکومتولۍ د مخته وړلو په موخه يو واضيح چوکاټ ترسيم کړي څو پر بنسټ يې اسلامي امارت د حکومتولۍ چارې تنظيم کړي.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، تمه ده چې په ياده شورا کې به د ښځو د حقونو په اړه هم بحث وشي او په اړه به يې يوه څرګنده نتيجه ترلاسه شي.
نوموړي زياته کړې، دا مهال د ښځو د حقونو په برخه کې د نظر اختلاف موجود دی او زياتوي چې د ياد اختلاف د له منځه وړلو په موخه به، د ښځو حقونو تعريف او حکومت به يې پر رعايت کولو مکلف شي.
نږدې پنځه مياشتې کېږي چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک نيولی، خو لا هم د حکومتولی ډېرې چارې له سکتګۍ سره مخ دي او په ځانګړې توګه نجونو ته اجازه ورنه کړل شوه چې ښوونځيو ته لاړې شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس