محسن داوړ مو میلمه و نن بېرته رخصت شو په کوټه کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پارلمان غړی محسن داوړ یې اسلام اباد ته لېږدولی دی. د چارواکو په خبره، نوموړی یې نن تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د کوټې هوایي ډګر ته لېږدولی او ...
Read More »روغتیا وزارت:هېواد کې د کرونا ۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
دافغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۳۲۴ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په وینا، په ...
Read More »بنویشورکمار:راشدخان سنرایزر حیدرآباد لوبډلې لپاره یوه لویه سرمایه ده
د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د ګډونوالې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد تکړه او نامتو چټک توپاچونکي بنویشورکمار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راشدخان ارمان د سنرایرز حیدرآباد لوبډلې لپاره یوه لویه سرمایه ده. کمار زیاته کړې، چې راشدخان ارمان د کرکټ په ...
Read More »ننګرهار کې د ماین چاودنې درې ملکیان وژلي
په ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله درې ملکیان وژل شوي او یو بل ټپي دی. د راپورونو له مخې پېښه د پچیراګام په درګي سیمه کې شوې ده. په وژل شوو کې یو پلار او زوی هم شامل دي. تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت ...
Read More »د سوډان دولت له خپلې مخالفې وسله والې ډلې سره سوله وکړه
په سوډان کې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. ملګرو ملتونو د دغه تړون د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د هوکړې ټولو برخو عملي کیدو لپاره د سوډان له دولت سره همکاري کوي. د عربي او د افریقایي هیوادونو ټولنو او سعودي عربستان د ...
Read More »کورنیو چارو وزارت: پولیسو ۵ کسان د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیولي
کورنیو چارو وزارت وایي، د هیواد په څو ولایتونو کې یې پنځه کسان د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیولي دي. د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندز، کندهار، ننګرهار او پنجشېر ولایتونو په اړوند سیمو ...
Read More »د ایران مذهبي مشر: اماراتو له اسلامي هیوادونو سره ستر خیانت وکړ
د ایران مذهبي مشرعلي خامنهیي وایي، اماراتو له اسرایلو سره د اړیکو په عادي کولو سره له ټولو اسلامي هیوادونو سره ستر خیانت وکړ. خامنهیي وایي، اماراتو نه یوازې له عرب هیوادونو او فلسطینیانو سره بلکې له ټولې اسلامي نړۍ سره یې خیانت وکړ. نوموړي دغه راز ویلي، په ډېر ...
Read More »د هلمند کجکې بند اوبو کې اته کسان ډوب شوي
د هلمند ولایت کجکې بند اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۸ کسان مړه شوي دي. د هلمند ولایتي چارواکې وايي په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي. دغه راز برښنا شرکت وایي، اوس مهال یې د جسدونو د موندلو په موخه د بند اوبه او ...
Read More »د سولې وزارت: بین الافغاني مذاکرات به ډېر ژر پيل شي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شوې او ډېر ژر به دغه خبرې پیل شي. د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، تر بل هر وخت د سولې لپاره نیږدې شوي او په نېږدې راتلونکې کې به د ...
Read More »افغان ځواکونو د طالبانو د سرې قطعې ۲۲ غړي وژلي
افغان ځواکونو د طالبانو د سرې قطعې ۲۲ غړي وژلي دي د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د پنځو پاکستاني وسله والو په ګډون د طالبانو د سرې قطعې ۲۲ غړي وژل شوي دي. د دفاع ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس