Home » Author Archives: رویداد خبری آژانس (page 158)

Author Archives: رویداد خبری آژانس

یوې افغان مېرمنې په لوګر کې د نجونو له یوه ښوونځي سره مرسته وکړه

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د هوني سیدانو کلي کې، د نجونو له منځني ښوونځي سره د بي بي زهرې په نوم کاناډا کې میشتې افغانې میرمنې د ۳۷۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده. دپوهنې وزارت وایي چې په ...

Read More »

پاپ فرانسیس؛ په عراق کې د تاوتریخوالي ختمېدو غوښتنه کړې

رویداد خبري آژانس

پاپ فرانسیس عراق ته د سفر په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او تُندلارې په ختمولو ټينګار وکړ. د نړۍ د کاتولیک عیسویانو ۸۴ کلن رهبر په نړۍ کې د کرونا وبا اندېښنو او د عراق امنیتي ګواښونو ته له پام پرته دغه هېواد ته سفر کړی ...

Read More »

بلوچستان کې یو میلیون ماشومان تعلیم څخه محروم دي

رویداد خبري آژانس

د پاکستان په یو تر ټولو لوی ایالت بلوچستان کې چارواکي وايي په هرو ۱۰۰ ماشومانو کې یې ۶۰ ښوونځیو ته له ورتګ او تعلیم څخه محروم دي. د بلوچستان د پوهنې ریاست مشر شیرخان بازی وايي‌ دا مهال شاوخوا یو میلیون ماشومان ښوونځیو ته ځي خو ۱،۲میلیون نور ماشومان ...

Read More »

د امریکا د استازو جرګه: د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه نه وځو

رویداد خبري آژانس

د امریکا د استازو جرګه کې د وسله وال پوځ‌ د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیټ وايي‌ داسې نه ښکاري چې امریکا به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي. سمیټ په افریقا کې هم د امریکايي ځواکونو په موجودیت خبرې کړې دي او ویلي یې دي، ...

Read More »

د پاکستان سوپرلیګ د کرونا ویروس له کبله وځنډول شو

رویداد خبري آژانس

 پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو لوبې وروسته له هغه وځنډول شوې، چې د لوبغاړو په ګډون اووه تنه په کورونا ویروس اخته شوي وه. د پاکستان سوپرلیګ پر رسمي پاڼو خبر ورکړل شوی، چې د پاکستان سوپرلیګ مسئولینو او د ګډونوالو لوبډلو مالکانو نن د پنجشنبې په ورځ سمدستي ناسته کړې ...

Read More »

امریکا:عراق کې زموږ پر اډه د وروستي برید غچ اخلو

رویداد خبري آژانس

امریکا په عراق کې پر خپله یوه پوځي اډه وروستی توغندیز برید غندلی او د عاملینو پر وړاندې یې د جدي اقدام خبره کړې ده. د امریکا ولسمشر جو بايډن ویلي چې لومړی به پر عین الاسد شوی برید څېړي او د حقایقو تر معلومېدو وروسته به یې ځواب وایي. ...

Read More »

اروپايي ټولنه: افغانستان کې پر ملکیانو د اکثریت حملو مسؤلین طالبان دي

رویداد خبري آژانس

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايی په دې هېواد کې باید تاوتریخوالی ودرېږي. دې ټولنې په جلال اباد کې د رسنیو د درېيو ښځينه کار کوونکو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې پر ملکیانو د اکثریت حملو مسؤلین طالبان دي. ...

Read More »

میانمار کې لاریونونه: پولیسو ۱۳ تنه په ډزو وژلي

رویداد خبري آژانس

یوه ورځ وروسته له هغې چې د میانمار ګاونډیو هېوادونو د دې هېواد د کړکیچ د حل لپاره د مرستې وړندیز وکړ،د میانمار امینتي ځواکونو د پوځي کودتا ضد لاریون کوونکو باندې ډزې وکړې، ۱۳کسان یې ووژل او په سلګونه نور یې ټپیان کړل. عیني شاهدانو ویلي دي چې امنیتي ...

Read More »

امریکا؛ کابل ته د خلیلزاد سفر ګټور بللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په خبري غونډه کې ویلي چې په کابل کې د خلیلزاد درې ورځنی سفر پای ته رسېدلی دی. د نډ پرایس په خبره په دې سفر کې پر بېلو مسایلو بحث شوی دی او په وینا یې دا سفر ګټور و. ...

Read More »

حکمتیار:ارګ د سولې په لار کې خنډونه جوړوي

رویداد خبري آژانس

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر حکومت په تېره پر ولسمشر او شاوخوا کسانو یې تور پورې کړی چې دوی د سولې د راتګ مخالف دي. نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال بیا هم دا ګیله کړې چې ارګ ورسره پر ...

Read More »