Home » سیمه او نړی » ملګرو ملتونو؛د ابراهیم رییسي د بشر ضد جنایتونو د رسمي پلټنې غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس
د یران ولسمشر ابراهیم رییسي

ملګرو ملتونو؛د ابراهیم رییسي د بشر ضد جنایتونو د رسمي پلټنې غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د ایران د نوي ولسمشر ابراهیم رییسی د بشر ضد جنایتونو د رسمي پلټنې غوښتنه کړې ده.

د ایران په برخه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې څانګه وايي چې ابراهیم رییسي د ۱۳۶۷ کال په سیاسي اعدامونو کې لاس لرلی دی او په دې توګه یې بشري او انساني قوانین نقض کړي دي.

نوموړي پر ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو غږ کړی دی چې د ابراهيم رییسي په اړه د شته تورونو رسمي پلټنه وکړي او خپله پرېکړه واوروي.

د ایران نوي ولسمشر بیا تر دې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال په ویاړ سره ویلي وو چې دا اعدامونه یې د ایراني وګړو د خوندیتوب لپاره ترسره کړي دي.

د ملګرو ملتونو دې څانګې دا ادعا هم کړې چې د رییسي پر ضد کره اسناد هم لري چې ښيي هغه په بشر ضد جنایتونو کې ښکېل دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...