د نورستان ولایت والي ډاکټر عبدالغفور ملکزی وایي د دغه ولایت د هرې ولسوالۍ او کلیوتو ته به ځانګړې پاملرنه وشي. ښاغلي ملکزي وویل: چې د نورستان د هرې ولسوالۍ او کلي اوسیدونکي د متوازن انکشاف غوښتونکي دي او په ټول توان سره به کوښښ وکړي چې په بېلابېلو برخو کې ورته رغنیزې پروژې پلې کړي.
د نورستان والي ډاکټر عبدالغفور ملکزي نن شنبه د زمري ۴ مه د پارون قومي شورا غړو ته په جوړه شوې غونډه کې وویل؛چې د روانو پروژو به په کلکه څارنه وکړي او په خپل وخت به یې سرته ورسوي او همدارنګه به د نورستان لپاره د نورو لویو پروژو دپلیدو شاهد اوسي تر څو د ولسونو شتې ستونزې هوارې شي.

ښاغلي ملکزي دقومي شورا د ستونزو او غوښتنو تر اوریدو وروسته له ولسي مشرانو هم غوښته وکړه چې د ولایتي اداري سره خپله همغږي او پلوي لاپیاوړي کړي تر څو وکولای شي چې په هرو برخو کې انکشافي برنامې پلې کړي
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس