Home » افغانستان » د نورستان والي: هرې ولسوالۍ او کلي ته به ځانګړې پاملرنه وشي
رویداد خبري آژانس
د نورستان والي ډاکټر عبدالغفور ملکزی

د نورستان والي: هرې ولسوالۍ او کلي ته به ځانګړې پاملرنه وشي

د نورستان ولایت  والي ډاکټر عبدالغفور ملکزی وایي د دغه ولایت د هرې ولسوالۍ او کلیوتو ته به ځانګړې پاملرنه وشي. ښاغلي ملکزي وویل: چې د نورستان د هرې ولسوالۍ او کلي اوسیدونکي د متوازن انکشاف غوښتونکي دي او په ټول توان سره به کوښښ وکړي چې په بېلابېلو برخو کې ورته رغنیزې پروژې پلې کړي.

د نورستان والي ډاکټر عبدالغفور ملکزي نن شنبه د زمري ۴ مه  د پارون قومي شورا غړو ته په جوړه شوې غونډه کې وویل؛چې د روانو پروژو به په کلکه څارنه وکړي او په خپل وخت به یې سرته ورسوي او همدارنګه به د نورستان لپاره د نورو لویو پروژو دپلیدو شاهد اوسي تر څو د ولسونو شتې ستونزې هوارې شي.

رویداد خبري آژانس
نورستان د څڅـوم کلی

ښاغلي ملکزي دقومي شورا د ستونزو او غوښتنو تر اوریدو وروسته  له ولسي مشرانو هم غوښته وکړه چې د ولایتي اداري سره خپله همغږي او پلوي لاپیاوړي کړي تر څو وکولای شي چې په هرو برخو کې انکشافي برنامې پلې کړي

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...