Home » سیمه او نړی » د امازون شرکت مؤسس راتلونکې میاشت فضا ته سفر کوي
رویداد خبري آژانس
د امازون شرکت مؤسس جیف بیزوس د شرکت بلو اوریجن له‌خوا جوړه شوې فضایي بېړۍ ترڅنګ ولاړ دی.

د امازون شرکت مؤسس راتلونکې میاشت فضا ته سفر کوي

د امازون شرکت موسس جیف بیزوس وایي، دی او ورور به یې راتلونکې میاشت د ده د شرکت بلو اوریجن له لوري جوړه شوې فضایي بېړۍ کې فضا ته سفر وکړي.

بیزوس پرون دوشنبه په انستاګرام پاڼه کې ویلي چې له پنځه کلنۍ یې فضا ته د تلو خوب لیده چې هغه ته به د جولای په ۲۰مه عملي بڼه ورکړي. هغه ویلي چې له خپل ورور او نږدې ملګري سره به دغه هیجاني سفر سر ته ورسوي.

بلو اوریجن (Blue Origin) وویل چې بیزوس او د هغه ورور مارک به لومړني کسان وي چې د دې شرکت په نیو شیپارډ بېړۍ که فضا ته ځي.

په دې بېړۍ کې درېیم ځای داوطلبي ته سپارل شوی چې تر اوسه د نړۍ له ۱۴۳ هېوادونو نږدې ۶ زره کسانو په‌کې ګډون کړی دی. تر اوسه د دغې څوکۍ بیه دوه ملیون او اته لکه ډالرو ته رسېدلې. دغه داوطلبي پنځه ورځې وروسته د جون په ۱۲مه پای ته رسېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...