د هندوستان د غوره لیګ ( ای پي ایل ) په سیالیو کې سنرایزاز حیدر اباد لوبډلې ډېود وارنر له کپتانۍ څخه لېدړې کړ او پر خای یې د نیوزلینډ لوبغاړی کین ویلیمسین وټاکه.
د لوبډلې په رسمي اعلامیه کې راغلي چې “سر د سبا (د غوايي۱۲ مه نېټه) نه د لوبو تر پایه کین ویلیمسن د ډیوډ وارنر پر ځای د لوبډلې کپتان وي. “
په اعلامیې کې د کپتان د بدلولو د دلیل په هکله څه ندي ویل شوي خو دا پکې راغلي چې د سنرایزرز حیدرآباد لوبډله پلان لري د سیالیو په پاتې لوبو کې د بهرنیو لوبغاړو ترکیب بدل کاندي.
سنرایزرز همدارنګه ویلي چې اسټرالیایي لوبغاړي ډیوډ وارنر د څو کالونو راهیسې د لوبډلې لپاره ډیر اغېزناک لوبغاړی و او په پاتې لوبو کې به “د لوبو په ډګر کې دننه او بهر د لوبډلې د کامیابۍ لپاره هلې ځلې کوي.”
د سنرایزرز حیدرآباد لوبډلې د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل په روانو سیالیو کې د کپتان ډیوډ وارنر تر مشرۍ لاندې شپږ لوبې کړي او یوازې یوه یې ګټلې ده.
دا لوبډله اوسمهال د نمرو په جدول کې آخري مقام لري.
پدې لوبډله کې درې افغان لوبغاړي، محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان هم لوبه کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس