Home » اقتصادی » کرنې وزارت: تېرکال په هېواد کې د مرچو ۲۵۰۰ ټنه حاصلات را ټول شوي
کرنې وزارت: تېرکال په هېواد کې د مرچو ۲۵۰۰ ټنه حاصلات را ټول شوي

کرنې وزارت: تېرکال په هېواد کې د مرچو ۲۵۰۰ ټنه حاصلات را ټول شوي

 دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د هېواد په کچه په ۱۳۹۹ لمریز کال ۲زره او ۵۲۹ مټریک ټنه مرچ تولید شوي دي، چې له دې ډلې ۱۸۴ مټریک ټنه یې د دُلمې مرچ دي.

دغه وزارت نن سې شنبه (د وري ۳۱مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې لغمان د څه باندې ۴۰۰ مټریک ټنو په تولید سره، د مرچو ډېری کروندې درلودې.

اعلامیه زیاتوي چې هلمند، پروان، کندهار، تخار او بلخ هم د هېواد هغه ولایتونه دي، چې د مرچو په تولید کې مهمه ونډه درلوده.

د کرنې وزارت وايي چې د دُلمې مرچو په تولید کې بیا د پروان ولایت لومړی ځای لري او په دې ولایت کې تېرکال په ۲۸۰ هکټاره ځمکه د دُلمې مرچ کرل شوې وه، چې حاصل یې ۳۰ ټنه وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...