د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د شخصي شخړې له کبله د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وايي، د جلال آباد ښار ٩ مې ناحیې اړوند د نغلو سراچه علي خان په سیمه کې تېره شپه ۹ بجې د تراویح لمانځه پرمهال د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي دي.
امرخېل زياتوي، پنځه تنه دحاجي عبدالوهاب په نوم کس زامن او درې نور يې وريرونه دي.
والي وايي، د معلوماتو له مخې دا پېښه د شخصي ځمکې پر سر د راپورته شوي جنجال له کبله رامنځته شوې ده.
نوموړي وايي چې پېښه د امنیتي او کشفي ارګانونو تر جدي څېړنې لاندې ده او په اړه به یې معلومات تر بشپړو پلټنو وروسته شریک شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس