د هندوستان د غوره لیګ کرکټ سیالیو په لړ کې نن شنبه (د وري ۲۸مه نېټه) سنرایزرز حیدا اباد له ممبۍ انډینز سره سیالۍ کوي.
په سنرایزرز حیدراباد کې د افغانستان د ملي لوبډلې درې لوبغاړې، راشد خان، مجیب الرحمان او محمد نبي لوبیږي.
تر اوسه د هند د غوره لیګ ټولو اتو لوبډلو دوې- دوې لوبې کړي دي، ممبۍ انډینز په جدول کې درېیم ځای لري او سنرایزرز حیدراباد وروستی ځای.
نننۍ لوبه د کابل په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پیلېږي.