Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د کرونا تازه پېښو کې څه باندې ۱۰۰ کسان مړه شوي
رویداد خبري آژانس

پاکستان کې د کرونا تازه پېښو کې څه باندې ۱۰۰ کسان مړه شوي

په پاکستان کې چارواکي وایي چې د کرونا ویروس له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کرونا ویروس پېښې او له دې کبله تلفات مخ په زیاتېدو دي.

د کرونا ویروس د کنترول اداره وايي‌ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ۵۳۶۴ نور کسان په دغه ویروس اخته شوي‌ دي.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي‌ چې تر دې دمه په ټول پاکستان کې د کروناویروس له کبله ۱۵۹۸۲ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۵۰زره نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

دا مهال په پاکستان کې د کرونا په ویروس د اخته شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو حالت خراب ښودل شوی دی.

په همدې حال کې په پاکستان کې روغتیايي کارکوونکو او تر ۶۰ کلونو ورپورته کسانو ته د کروناضد واکسین کولو لړۍ پیل شوې ده.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال په ټولې نړۍ کې پرې څه باندې ۱۳۹میلیون کسان اخته دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې تر دې دمه د کرونا له کبله په ټولې نړۍ کې تر ۲.۹ میلیون ډېر خلک مړه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...