Home » سیمه او نړی » فرانسې او جرمني د کرونا ضد واکسین چارې ګړندۍ کړې دي
رویداد خبري آژانس

فرانسې او جرمني د کرونا ضد واکسین چارې ګړندۍ کړې دي

د اروپا دوو هېوادونو جرمني او فرانسې د کرونا ضد واکسین چارې ګړندۍ کړې دي.

په جرمني کې د واکسین هغه لومړني مرکز ۲۴ ساعته فعالیتونه پيل کړل چې د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو له‌خوا یې چارې سمبالېږي.

د جرمني د دفاع وزیر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په لیبخ ښار کې پراته دغه مرکز کې یې ۱۱۰ سرتېري په دنده ګمارلي چې په درېیو شفتونو کې کار کوي.

په فرانسه کې بیا یو لوی سټدیوم په همدې موخه د ایستر یا د عیسویانو د اختر په رخصتیو کې هم پرانیستی و چې شاوخوا نهه زره کسان‌یې واکسین کړل.

د راپورنو له مخې، زرګونه کسان د دغه ستډیوم مخې ته په کتارونو کې ولاړ و چې د کرونا واکسین وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...