په فرانسه کې د کرونا بلې څپې سختې اندېښنې پارولې دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون چهارشنبې په ورځ (د وري۱۱مه نېټه) په یوه تلویزیوني پیغام کې ویلي چې سر له نن په فرانسه کې د یوې میاشتې لپاره عمومي کرنټین عملي کېږي.
د ایمانویل مکرون په وینا یوازې د خوراکي او نورو ضروري توکو کاروبارونه به پرانیستي وي له دې ورهاخوا ټول کاروبارونه تړل کېږي او فرانسویان اړ دي چې له خپلو کورونو په انلاین بڼه کار وکړي.
همدا راز ښوونځي هم تړل شوي دي او زده کوونکي به په انلاین ټولګیو کې برخه اخلي.
د فرانسې ولسمشر له خپلو خلکو د احتیاط غوښتنه کړې ده. په اروپا کې د کرونا د نوې څپې له راتګ سره هممهاله په ګڼو هېوادونو کې د فرانسې په څېر محدودیتونه وضع شوي دي.