Home » سیمه او نړی » ملگري ملتونه: سوریه کې د بشري مرستو لپاره ۱۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لرو
رویداد خبري آژانس

ملگري ملتونه: سوریه کې د بشري مرستو لپاره ۱۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لرو

ملګري ملتونه وایي په سوریه کې د بشري مرستو د رسونې او اقتصادي ودې لپاره لس میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

نن په بروکسل کې د سوریې د بیا رغونې لپاره د مرستو ټولولو کنفرانس پيلېږي خو ددې کنفرانس تر جوړېدو مخکې ملګرو ملتونو ویلي چې په سوریه کې د بشري مرستو لپاره پوره لس میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه دا هم وایي چې په سوریه کې د اوږدې جګړې له امله اقتصادي زیربناوې زیانمنې شوې دي، بشري وضعیت ناوړه دی، خلک له لوږې سره مخ دي او ناهیلي ډېره شوې ده.

سرچینه کاږي چې له همدې امله په دغه هېواد کې د بشري مرستو لپاره لس میلیارده ډالرو ته اړتیا ده او مرستندویه هېوادونه یې باید لاسنیوی وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...