Home » افغانستان » د کندهار-هرات پر لویه لار ترافیکي پېښې ۱۸کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
رویداد خبري آژانس

د کندهار-هرات پر لویه لار ترافیکي پېښې ۱۸کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د راپورونو له مخې تېره شپه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د کندهار-هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ویلي چې پېښه د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د کندهار-هرات لویه لار وخت ناوخت د ورته ترافیکي پېښو شاهده وي چې چارواکي یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي خو موټر چلوونکي بیا وایي چې ددې لویې لارې خرابوالی د ورته پېښو لامل دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...