د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې د خوست ولایت د هوایي ډګر رغنیزې چارې په بشپړېدو دي او ټاکل شوې چې دغه ډګر په نږدې ورځو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغې ادارې ویاند ویلي چې د خوست هوایي ډګر پر جوړولو ۸۸۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی او د دولت له پراختیایي بودجې څخه تمویلېږي.
هغه ویلي چې د دغه ډګر پرانیستلو سره سم به ترې بهرنۍ الوتنې هم پیل شي. یادې ادارې هیله څرګنده کړې چې د دغه ډګر په پرانیستلو سره به د سویل ختیځ زون ته د خلکو تګ راتګ هم اسانه شي.