Home » افغانستان » پاکستان د افغان سولې په اړه په روسیې کې وروستۍ ناسته مهمه وبلله
رویداد خبري آژانس
د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه

پاکستان د افغان سولې په اړه په روسیې کې وروستۍ ناسته مهمه وبلله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په اړه په روسیې کې وروستۍ ناسته مهمه او ګټوره وبلله.

د دغه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري، پرون جمعه (د کب ۲۹مه) په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته وویل: “زموږ په باور له سولې پرته زموږ، د افغانستان د خلکو او سیمې اتصال، اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ ګډ خوب به په واقعیت بدل نه شي. پاکستان په دې باور دی چې د مذاکرو او حکومتوالۍ پر لوري منحصر چلند به په افغانستان کې له دایمي سولې سره د پام وړ مرسته وکړي.”

د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناسته د پنجشنبې په ورځ وشوه چې پرون هم د دولت او طالبانو د هیئتونو غړو سره وکتل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...