Home » افغانستان » د چین سفیر: د افغان سولې لپاره د نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې هڅه کوو
رویداد خبري آژانس

د چین سفیر: د افغان سولې لپاره د نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې هڅه کوو

چین وايي د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړي کولو کې هڅه کوي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره پرون شنبې په ورځ ( د کب ۲۳مه نېټه) کتلي او د سولې او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

چین ویلي چې دوی د افغان سولې په تړاو د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره کار کوي او دغه راز به د استانبول او مسکو په غونډو کې خپله همکاري نه سپموي.

چین دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتونکي دي او په دې تړاو به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

حنیف اتمر هم ویلي چې د نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو لپاره د چین همکاري خورا مهمه ده.

دواړو لورو همدا راز د ګډو ګواښونو پر سر خبرې کړې دي او د هغو د له منځه وړلو پر لارو چارو یې بحث کړی دی.

په ورته وخت کې افغان او امریکايي لوري پر سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال کېنټ مکینزي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې چې ګڼ نور افغان چارواکي او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم شامل و، پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي.

اعلامیه زیاتوي چې دواړو لورو په هېواد کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او ژر تر ژره یې د جګړو پر کمېدو ټينګار کړی دی.

دوی همدا راز د سولې پر وروستیو پرمختګونو او له افغان ځواکونو د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ هم بحثونه کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...