Home » فرهنګی او ټولنیز » بيزوګانې هم د انسانانو په څېر ګرامر زده کولى شي
رویداد خبري آژانس

بيزوګانې هم د انسانانو په څېر ګرامر زده کولى شي

د امريکا ځينو څېړنيزو پوهانو ادعا کړې ده، چې بيزوګانې هم د انسانانو په څېر د ګرامر زده کولو وړتيا لري.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په وېنا، څېړنکارانو په بيزوګانو يوه څېړنه کړې ده، چې دا معلومه کړي چې دوى د انسانانو په څېر فکر لري او که نه.

دغه پوهان وايي، بيزوګانې دا وړتيا لري چې يوه ژبه زده کړي، دوى هم د انسانانو په څېر د خبرو اترو لپاره ګرامر زده کولى شي.

دغه څېړنډله وايي، چې مخکې داسې فکر کېده چې د بيزو او انسان فکر يو ډول نه دى، خو زموږ دې څېړنې دا فکر غلط ثابت کړ.

د امريکا درې پوهنتونونو (کېليفورنيا، هاورډ او کاکرنېګي ميلن) د ژبپوهنې، ارواپوهنې او بيولوژي څانګو متخصصينو په دې څېړنه کې برخه اخيستې وه.

رویداد خبري آژانس

تصویر

په څېړنيز راپور کې ويل شوي دي، چې انسان او بيزو دواړه ځينې يو شمېر ورته والى لري. په دې څېړنه کې د مکاک بيزوګانې، د امازون ځنګلونو ځايي اوسېدونکي او د امريکايي ښوونځيو ماشومان يو ځاى ساتل شوي و.

دغه څېړنډلې د بيزوګانو د فکر کتلو لپاره د انګليسي ژبه انتخاب کړى و، چې د يو کلمو ترتيب، ځينې جملې، نښې او د ګرامر نښې يې ورته جوړې کړې وې.

دغه څېړنډله وايي، چې دا څېړنه د دوى لپاره يوه ګرانه څېړنه وه، خو بيزوګانو د ښوونځي له ماشومانو سره په ګډه نه يوازې دا چې د انګليسي ګرامر ازموينه ورکړه، بلکې هغوى ښې نومرې هم ترلاسه کړې. د عکسونو په مرسته اخيستل شوې ازموينه کې بيزوګان تر نورو بريالي و.

يادې څېړنډلې دغه بيزوګانو ته په بريالي کېدو باندې د جايزې په ډول جوسونه او چپس ورکړل.

خو په دې څېړنه کې دا يوه خبره هم د يادولو وړ ده، چې د مکاک دغه بيزوګانو د تېروتنې پر مهال هېڅ غبرګون ښکاره نه کړاى شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...