د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی پر ایران باندې د ټرمپ د دورې بندیزونه نه کموي ځکه چې د ده په وینا امریکا غواړي ځان ډاډه کړي چې ایا ایران شویو وعدو ته ژمن دی او کنه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانتوني بلنکن زیاته کړې، دوی په وار وار ویلي چې امریکا غواړي له ایران سره شته ستونزې د ډیپلوماسي له لارې حل کړي.
د بلنکن په وینا، د پرېکړې لپاره توپ د ایران په واک کې دی او دوی منتظر دي چې وګوري ایران له دې فرصته څه ډول ګټه پورته کوي.
بلنکن ټینګار کړی دی چې دوی به له ایران سره د نږدې کېدو لپاره یو قدم هم وړاندې وانخلي.
دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې امریکا ایران ته د غیر رسمي ناستې وړاندیز کړی دی خو ایران بیا ویلي چې څو پورې ورباندې لګول شوي بندیزونه نرم نه شي دوی په هیڅ راز لیدنه کې ګډون نه کوي.