پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو لوبې وروسته له هغه وځنډول شوې، چې د لوبغاړو په ګډون اووه تنه په کورونا ویروس اخته شوي وه.
د پاکستان سوپرلیګ پر رسمي پاڼو خبر ورکړل شوی، چې د پاکستان سوپرلیګ مسئولینو او د ګډونوالو لوبډلو مالکانو نن د پنجشنبې په ورځ سمدستي ناسته کړې او پرېکړه یې کړې، چې تر نامعلومې نېټې پوري باید د پي ایس ایل سیالۍ ودرول شي.
اوس نوي راپورونه دا هم ورکړل شوي، چې درې نور لوبغاړي په کورونا ویروس اخته شوي دي.
راپورنه وايي، چې د نورو جذیاتو په اړه نن ماپښين درې بجه ناسته کیږي او له هغه وروسته به نوې پرېکړه وشي.
د پاکستان شپږم پړاو سوپرلیګ سیالۍ د تېرې فیبروري میاشتې په ۲۰مه نېټه پيل شوې او تر اوسه پوري یوازې ۱۴ لوبې شوې دي.
په دې لیګ کې افغان لوبغاړي هم شته.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس