Home » سیمه او نړی » میانمار کې لاریونونه: پولیسو ۱۳ تنه په ډزو وژلي
رویداد خبري آژانس

میانمار کې لاریونونه: پولیسو ۱۳ تنه په ډزو وژلي

یوه ورځ وروسته له هغې چې د میانمار ګاونډیو هېوادونو د دې هېواد د کړکیچ د حل لپاره د مرستې وړندیز وکړ،د میانمار امینتي ځواکونو د پوځي کودتا ضد لاریون کوونکو باندې ډزې وکړې، ۱۳کسان یې ووژل او په سلګونه نور یې ټپیان کړل.

عیني شاهدانو ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د خبرداري لږ وروسته په څو ښارونو کې پر اعتراض کوونکو مستقیمې ډزې کړې دي.

داسې ښکاري چې پوځي حکومت د فبرورۍ د لومړۍ نیټې د کودتا پر ضد اعتراضونو د مخنیوي لپاره چې ملکي حکومت یې وپرځاوه ټینګ هوډ کړی دی.

د میانمار یو مدني فعال تینزار شنلي د رویترز اژانس ته وویل: “دا وحشتناک حالت دی، دا ډله ییزه وژنه ده. هیڅ یوه کلیکه زمونږ وضعیت او احساسات نشي انځورولی.”

رویترز رپوټ ورکړی چې د واکمنې پوځي شورا د پولیسو ویاند د وروستیو مظاهرو په اړه د تبصرې نه ډډه کړې ده.

د دغو پيښو په ترڅ‌ کې ډیره مرګ ژوبله په مرکزي ښار مونیوا، کې شوې ده – څلور نارینه او یوه ښځه – وژل شوي دي. همداشان د شاهدانو په وینا درې تنه په پلازمینه یانګون ښار کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

په میانمار کې د پولیسو له تاوتریخوالي ډک دغه چلند پراخ نړیوال غبرګونونه زیږولي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...