Home » اقتصادی » تاجکستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي
رویداد خبري آژانس

تاجکستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب پلازمینې دوشنبې ته تللی او د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي دي.

په دې لیدنه کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس پر جوړېدو، بین الافغاني خبرو او ددواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د تاجکستان چارواکو ویلي دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاریو ته تیار دي او د هغه سولې ملاتړ کوي چې دلته د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او روانه جګړه ختمه کړي.

په دې لیدنه کې همدا راز پلازمینې دوشنبې ته د ولسمشر غني د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...