د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سعودي عربستان په ۷۶ اتباعو د ویزې بندیز اعلان کړ.
بلېنکن دا ګام وروسته له هغه پورته کړ چې د امریکا متحده ایالاتونو له خوا یو تازه خپور شوی راپور ښيي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د جمال خاشقجي د تښتولو او یا وژنې طرحه تایید کړې وه.
د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، په دغو کسانو د (خاشقجي بن) پالیسۍ په چوکاټ کې د ویزې بندیزونه ځکه لګېدلي چې دوی د بهرني دولت په استازیتوب د خبریالانو، فعالانو یا نورو اشخاصو د ځورولو، ګواښلو یا زیانمنولو په اعمالو کې ښکېل و.
د خاشقجي وژنه هم په دغو کسانو تړلې بلل شوې، خو د دوی کارونه یوازې په دې پېښې محدود نه دي بلل شوي.
انتوني بلېنکن وویل، هغه کسان باید د امریکا خاورې ته د ننوتلو اجازه ونه لري چې دلته د بهرنیو دولتونو په استازیتوب وتلې مخالفې سیاسي څېرې په نښه کوي.
د امریکا د دولت په څلور مخیز اطلاعاتي راپور کې راغلي چې د راپور څېړونکي داسې فکر کوي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ترکیې په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجي د نیول او یا وژلو عملیات تایید کړي و.
۵۹ کلن خاشقجي د امریکا په کلیفورنیا کې اوسېده او د سعودي عربستان د حکومت په مخالفت یې د واشنګتن پُسټ لپاره مقالې لیکلې.
دی د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲ په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تر ننوتلو وروسته تري تم شو او باور دا دی چې همالته وژل شوی او مړی یې له منځه وړل شوی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس