Home » سیمه او نړی » اردوغان: د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونه د ترهګرو ملاتړ کوي
رویداد خبري آژانس
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

اردوغان: د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونه د ترهګرو ملاتړ کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د امریکا په ګډون یو شمېر نور هېوادونه د ترهګرو ملاتړ کوي.

رجب طیب اردوغان ویلي چې دغه هېوادونه د هغو وسله والو ملاتړ کوي چې د ترکیې د دولت پر خلاف جنګېږي.

نوموړي څرګنده کړې چې دوی به په هیڅ صورت د خپلې خاورې د دفاع لپاره په ترکیه کې دننه او دباندې عملیات ونه دروي ځکه چې د ترکیې امنیت د دوی سره کرښه ده او هغه څوک چې د ترهګرو ملاتړ کوي له هغوی سره به هم د ترهګرو په څېر چلن وکړي.

اردوغان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې څه موده وړاندې د عراق په شمال کې د پي، کې، وسله والو په لاس د وژل شویو هغو ترکي وګړو مړي وموندل شول چې میاشتې وړاندې د ترکیې له سرحدي سیمو څخه تښتول شوي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...